Atrang

ویلنټاین ډی

14.02.2012 10:55
جواد 16.02.2012 18:48

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
زړګیه اوس مې احساس وکړ چې په دې موضوع دې باید مکمل سر خلاص شي
لاندی لینک وګوره
http://benawa.com/fullstory.php?id=47430
او ګرانه اسلام په اشخاصو نه پیژندل کیږي بلکه اشخاص په اسلام پیژندل کیږي
مطلب دا چې مونږ به هر څوک د شریعت په آینه کښې ګورو او هر عمل به د شریعت په چوکاټ کښې ګورو که صحیح وو صحیح ده او که نه وو او نه ده صحیح ولو کا دا شخص هر څوک وي او دا کار د هر چا وي خو مونږ ته اسلام د شریعت معیار ټاکلی ده
او زماد مطالعاتو نه چې په دغه برخه کښې مې کړی دي صاحتاٌ دا ثابتیږي چې دغه ناوړه لمانځل د نورورز د لمانځلو په شان ناروا لمانځل دي
پاتې شوه د مینې خبره اسلا م مونږ ته د مینې محبت درس راکوي ټول ېې د وروڼو او خویندو او یوه وجود غړي بللي یو د دې مطلب اوس دا نه شو چې مونږ به اوس په دغه ورځ خطونه او ګلان سره لیږو او رالیږو اسلام مونږ ته محرمات او غیر محرمات هم ټاکلې دي
خپله تبصره په مبارک حدیث شریف پاېې ته رسوم
لا یؤمن احدکم حتی اکون احب الیه من والده و ولده والناس اجمعین
یعنی رسول الله صل الله علیه وآله وسلم فرمايي چې یو کس تر هغو پورې مؤمن نه شي کیدلی چې زه ورته (نبي علیه السلام ځانته اشاره کوي) د مور او پلار او د ټولو خلکو نه زیات ګران نه شم.
نو زړکیه مینه ځاي لري عشق ځای لري
اخداېې وکړي چې د یو ورور د تبصرې په شان دې لوستلې وي د لوستلو له حوصلې مو مننه
جواد

جواد جانه یوه نړۍ مننه

ستا مالومات زما شریکول او په حوصله بحث کول ستاسې دپوهې او وړتیا څرګندونه کوي

خو ګلابه ستا ورکړي دلیلونه مادپاره دقناعت وړ نه وو داسې نه ګوندې چې خدای مه کړه ته نه پوهېږې بلکې خبره یواځې په تعبیرونو کې ده ته چې دنوروز د ورځې کوم دلیل راوړې هغه ځانته سیاق او سباق لري  نوروز دبت پرستۍ يو ژوندی شکل دی او دهغوي مذهبي روسومات دي

او ویلنټاین ډی داسې کومه ريښه نه لري بلکې دا ورځ خو دهغه چا په خلاف  دانقلاب یوه ورځ ده چې  که تا لوستي وي چې باچا په خپلو سرتېرو بنديز لګولی وو چې دخپلو میرمنو سره مه یو ځای کېږۍ ؟ دچا په نوم چې دا ورځ لمانځل کيږي هغه څوک وو چې له باچا په پټه به يې د سرتېرو سره دهغوي ارتینې یوځای کولې  او دا دمینې پېغمبري يې تر دې وکړله چې اخر په دار شو

نو اوس ته ماته ووایه دواړه څومره توپیر لري

حضرت عمر رض به ويل چې تاسې خپلو بچو ته دجاهلیت دوخت شعر ور زده کړۍ ، ته پوهېږې ده څه له پاره چې دوي به په کې ډير څه زده کړي

له دې ورځې نه مو دا هم زده کولی شو چې یو سړی دنورو دزړونو دخوښۍ دپاره څه کوي او مونږ دخپلو ورونو  سرونه په نېزو کې نیسو دخپلو میندو او خویندو لوپتې دخپل ټوپک شپېلۍ ته تړو ؟

او که ته سوچ وکړې زما دنظم ټول هدف همدا دی

نور نو ما درته مخکې هم وویل چې هر يو شی دوه مخه لري په ځای ددې چې مونږ يې منفي خوا ته فکر کوو ولې يې په مثبته خوا فکر نه کوو چې زمونږ دژوند دښیرازۍ لاره په کې پټه ده

ګل اوسې

جواد 14.02.2012 18:29

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانه ځلاند جانه له مودو نه دې غزلې او نورې شعري نسخې لولم یقینا ډیر خوندور شعرونه دې دي
خو نن مې دې چې دا شعر ولوست په تعجب کښې ځکه پاتې شوم چې ځلاند جان خو هم د دغې ورځې نه ناخبره ده چې دا ورځ لمانځل د چا مشابهت ده او تعجب په دې ده چې نه خو مې ستا کوم غزل د ۱۲ ربیع الاول د ورځې د پیغمبر صلې الله علیه وآله وسلم د مبارک تولد په اړه ولید نه مې کوم غزل د ۷ ثور په اړه ولید نه مې کوم غزل د ۶ جدي په اړه ولید نو مې،......
تاسو ته بهتره معلومه ده چې دا میاشت د ربیع الاول هم ده
ګرانه ډیرې خبرې هغه چا ته ښې وي چې نه پوهیږي او ته خو الحمد لله پوهیږې فقط دومره وایم چې د د مینانو ورځ نه اسلامي جهت سره اړخ لږوي او نه هم زمونږ افغاني کلتوري او اخلاقي دود دا قبلوي
الله جل جلاله دې وکړي چې بده ېې ونه منې د یوه نا لیدلي ورور او دوست په توګه مې خپل نظر درسره شریک کړو
ستاسو د شعرونو لوستونکي
جواد

سلام ته دې په غبرګو لاسو علیک

جواد جانه ډيره زیاته مننه کوم له دومره ښکلې نظر څخه دی . ته ريښتیا وایې چې  ماباید په دولسم دربیع الاول  یو نعت هم خپور کړی وی خو ددې دا مطلب نه دی چې ګوندې ما به لیکلی نه وي پاتې شوه دا خبره چې ویلنټاین زمونږ په کلتور کې نشته دی یا په اسلام کې نشته دی نو زما دمعلوماتو له مخې که چرته په یو کار کې د شرعیت خلاف څه اقدام نه وي اسلام دداسې کارونو هڅ ممانعت نه دی کړی بل زمونږ کلتور کې خو بیا ډير خراب شیان هم شته دی ښځې خرڅول لوڼې کېدو باندې خفه کېدل  دلور په سر پېسې اخیستل دوښمنۍ پالل او داسې بلا ډير شیان ، که دویلنټاین خلاف کيږو ولې په هغې باندې غبرګون نه ښایو

په ډيرې بخښنې سره زه خو وایم هغه څه چې زمونږ په ولس کې مینه خوروي او نفرتونه له منځه وړي راځۍ چې هغې ته وده ورکړو او دا چې ته يې پردی کلتور ګڼې په خپل کلتور کې رنګ کړو او که زما نظم دې لوستی وي نو ما همدا خبره وکړله په دې نظم کې

ستا له نظره یوه نړۍ مننه

ستا رور

ځلاند

خالص خان 14.02.2012 17:09

ډير ښه نظم دی او بله خبره دا زمونږ الميه او د پښتون حالات پکې هم انځور شوی دی

web log statistics