Atrang

طرحي مشاعره

24.03.2012 14:40
لالا ، بټنوال 25.03.2012 00:56

که د پښتو ژبې اوپښتنو شاعرانو تاريخ راوسپړو نو دا به راته جوته شی چې د ګلو هار ننګرهار د ډېر پخوا څخه وتلي شاعران درلودل چې هر يوېې په خپل وخت کې بې تاجه پادشاه وو ، خو په ډېر افسوس سره ېې دخپلو اشعارو ديوانونه په خپلو سينو کې تورو خاورو ته وېوړل ځکه چې په وطن کې د ليکلو والا ډېر کم اوپه نېشت حساب وو ، ننګرهار دملی شاعر ملنګ جان ټاټوبی په موجوده حالاتو کې هم تکړه شاعران لری ، چې باید وهڅول شی وګورۍ پورته بیت ٠٠٠ جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډېر وژړل ٠٠٠ په غبرګون څومره ښه فی البدیهه مشاعره لکه رغاند ورور چې وایی ٠٠ دکلی خان چې ستا په سر کلی نه وشړلم ،،، رقیب مې خوښ وو، مګر مور اوپلار مې ډېر وژړل ٠ يا ځلاند صاحب وایی ،، شول چې قدونه پیمانې د تشخص طاېره ،، دزمانې په اوسنی معیار مې ډېر وژړل٠٠٠٠٠ بریا مو غواړم



web log statistics