Atrang

‌زه+ زما وطاق : طایر ځلاند

19.10.2010 16:36
• P7310054
• Img 0067

‌زه+ زما وطاق : طایر ځلاند

چې دښار له شورو شره مې زړه تنګ شی
احساسات مې دفکرو سره په جنګ شی
دوطاق ورکړمه ځان پسې راپورې
تر غوږونو مې دا ستا دبنګړو شرنګ شی
ستا یادونه لکه سېوری په ما راشی
زما زړه یو سمندر شی په غورځنګ شی
ښایستونه دفطرت راته مسکی شی
ښاره ستا دښایستونو پیکه رنګ شی
نو دښار له ښکلاګانو مې زړه تور شی
راپه زړه راته یارانو کلی کور شی
هغه شپې ، هغه شیبې ، هغه وختونه
هغه زیړمازیګری ، تور ماښامونه
چې په ښکلو ښکلو حورو وې ابادې
هغه لارې او کوڅې او ګودورونه
په غنمو به تک شین کلی سمسور و
او شړشم به وو ولاړزیړ زیړ ګلونه
ټول ځوانان به له مستۍ نه لیونی و
وو شلیدلی به دژڼو ګریوانونه
پرهرونه مې دزړه په کې دمه شی

راپه زړه چې کلی کور یوه شیبه شی
هغه سترګې چې نشې وې خمارونه
دکتو سره راتلل به قیامتونه
چې به کله هغه دوه سترګې څلور شوې

نو سینو کې درزیدل به ورته زړونه
هغه شونډې چې خیرې یې وې سندرې
هغه لیچې غږول یې چې سازونه
یو انځور زما دخیال په اینه کې
راته وخاندی او راوړی بارانونه
په تنها و‌طاق کې ځان سره مسکی شم
ګله ستا دیاد مستۍ کې لیونی شم

عابد 22.04.2013 09:31

د وطاق ټکي مطلب لټوم او دلته راورسیدم. که اوايي چې څه مطلب يي دی؟ مننه

شکرالله طاهري 25.10.2010 11:06

ګرانه ځلاند صیب ډیر ښه خوکه دا بندیې داسې جوړشي ډیره به ښه شي
(احساسات مې تفکر سره په جنګ شي ).

اترنګ 24.10.2010 10:34

سباون ځاځی صیب او اختیار صیب له یادولو نه مو یوه نړۍ مننه او دنیکو نظرونو او مثبتو نیکو مو هم ممنون یم هڅه به کوو ترڅو راتلوکي کې دې ټکو ته پوره پاملرنه وکړو ستاسې دنورو همکاریو په هیله
په درنښت

سباوون ځاځی 23.10.2010 20:40

سلامونه ځلاند صاحب!
ستایادونه لکه سیوری په ماراشی
زما زړه یوسمندرشی په غورځنگ شی

دتل لپاره ځلاند اوسی ځلاند صاحب !
ډیرښه

سباوون ځاځی کابل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics