Atrang

د چرسو کنډولی/ ځولۍ [پ]

13.11.2010 08:25

د چرسو کنډولی
ځولۍ [پ]

له واده نه مې وروسته دا لمړی وار دی چې خپلې پلارګنۍ ته ورځم د خسرګنۍ او پلارګنۍ د کورونو تر منځه مې د ورځو او شپو مزل پروت دی خو زما ډیره بیړه ده چې کله به خپل کلي ته ور رسیږم اودا اوږد مزل به کله پای ته رسیږی په ستو مانتیا هیڅ نه پوهیدم خو دا اوږد مزل راباندیې ډيرغمیدلی و.زړه به راته وایلې چې کاشکې مې وزر درلودلی چې په هوا شوې وای او خپل کلي ته رسیدلې وی او په سپین رود کې مې مخ مینځلی وی او د سړې چینې نه مې سړې ،سړې اوبه چکلې وی چې ما به هر مازیګر ترینه سړې اوبه په سرو ، سرو منګیو کې کور ته وړلې.
پس له دوه ورځو مزله دا دی د مشر ورور سره مې خپل کلي ته ورسیدم دواړه داسې چابک ،چابک قدمونه اخلو ورور مې خو د ستومانۍ نه زر ، زر قدمونه اخلی چې کور ته ورسیږی او کراره ډډه واچوی خو زه داسې بیړه لرم چې کله به مې د کور په دړه سترګې لږیږي او کله به مې د کورد غړوپه دیدن سترګې روښانیږي لکه کلونه ،کلونه مې چې خپله کورنۍ په سترګو نه وي لیدلي حال دا چې دوی به یو یا دوه کسه هرو مرو زما دیدن ته راتلل.
به لاره کې د پولي په سر مې خپل میرزا کا کا هم ولیده په منډه ورغلم او لاسونه مې ورته ښکل کړه، میرزا کاکا زمونږ دجومات ملا و او مونږ ته به يې ليکل او لوستل زده کول دخپل کور ته په رسیدو سره به دړه کې د ماشومانو شور ماشور شو چې هلی راشی خوږه او لا لا مې راورسیدل د کور ټولو وړو زړو او ځوانانو رامنډې کړې چا به غیږه کې ټينګولم چا به رانه مخ ښکلوه چا به لاسونه او چا به هم په خوله ستړي مشي راکوله کیناستو ځای مې نه و ټول رانه چارچاپیره ولاړ و په دې حال کې مې بوډا پلار غږ وکړ چې پریږدی دا غريبه به ستړې وي چې کیني دا دک مې راته به خپلو خوارو او وچو لاسونو د کیناستو ځای راسم کړ او راته يې وویل راشه بچیه دلته دادک خواکې دې کینه زه هم د پلار په خواکې کیناستم او داسې سوړ اسویلی مې د خولې وواته پلار او او پاتې کورنۍ مې رانه د خسر ګنۍ د یوه، یوه پوښتنه کوله او ما هم د یوه ، یوه سلام دوی ته رسوه،همزولې مې خوا کې ناستې وې او هرې یوې به راته په سترګو کې خندلې چا به رانه د سر شال کشوه او چا به مې هم د کمیس پاولی کشولې
او راته به مسکۍ ،مسکۍ کیدې.څه وخت چې تیر شو نو زما د کورنۍ ګڼه ګونه ورو،ورو کمیده هرڅوک په خپل کار اخته وه خو زما سترګو کوم څه لټول لکه لیونۍ په څیر مې هرې خواته کتلې اوبیا به چٍٍٍٍرتی شوم چې څه رانه ورک دي.
مشرې خور چې مې زما دا حالت وليده نوخواته مې راوڅښیده او ورو يې راته وویل چې څوک لټوې ما لا ځواب نه و ورکړی چې بیايې وویل روښان خو به نه لټوې؟


روښان: روښان زما د تره زوی دی د ماشومتوبه نیولې تر ځوانۍ مونږ دواړه په یوه کور کې لوی شوي یو زمونږ د ملګريتوب کیسې د د کور د وړو او زړو به ژبه پرتې دي. روښان ډير شرمګيره او غلی هلک دی او زه ډیره ژبه وره او او د چا خبره سروپه لیونۍ وم.مونږ دواړه په ګډه جومات ته تللو او کله چې به مې ګړي راډکول نو دا به راته په لاره کې ولاړ و او ګړي به يې رانه اخیستل په کور کې به هم زما او ددې خوراک او څښاک سره یو ځای و په اصل کې زما د تره زوی دی خو نور داسې وو لکه خور او ورور.
کله،کله چې به روښان راته خبره نه منله نو ما به ورته چرسی وایلې کله به مې هم وپوښته چې روښانه دا چرسیان څنګه خلک وي او دا چرس ولې څکوي؟


روښان به شین شو له خندا نه او په ځواب کې به يې راته وویل زه څه پوهیږم زه خو چرسي نه یم بیا به ما د پسخنده دا سندره غلې غلې زمزمه کوله چې(مايې د چرسو کنډولي مات کړي دینه وه چرسی و لالیه و بنګي و لالیه)
روښان به راته خندل چې لیونۍ به چرسي سړي خو د چرسو کنډولی د ایمانه هم ډير ګران وي څه داسې خوار دی چې ته ليونۍ به يې ترینه ماتوې؟
ما مې خور ته په ځواب کې وویل هو کنه خور روښان لټوم هغه چیرته دی خور مې راته غلي ووایلې چې روښان خو ځان وشرموه بیايې نوم وانخلې هغه چرسي شوې دی او ټوله ورځ په هديره کې نشې کوي او شپې هم هلته تیروي.


د خور په دا خبره ماته خندا راغله ما ویلې خیر هسې خور مې راباندې ملنډې وهي ما ورته په ځواب کې ووایل ځه دروغ دې ورک شه روښان څنګه چرسي شوی دی خورمې وایلې چې دا خو يې لا څه کوې ټوله ورځ په جګ غږ سندرې کوي هديره کې چې( مايې د چرسو کنډولي مات کړي دينه وچرسي و لاليه و بنګي ولالیه)


دخور دا خبره مې زړه ومنله او زړه مې په ګوګل کې ورپیده او داسې سوزونکی احساس راته ګوګل ودردوه د سترګو مې اوښکې بهیدې خور ته مې وویل ځه چې لاړ شوهدیرې ته روښان به ووینو خور مې راته غوسه شوه او ویلې یېځان مه شرموه اوس راغلې یې دا کوروال به څه وایې ما خو وایلې چې اوس به سمه شوې یې ته خو هغسې لیونۍ یې او بل دا چې ټکنده غرمه ده په هدیره کې په دا وخت پیریان ویده وی پیریان به درباندې کیني هسې هم لیونۍ یې سمه به لیونۍ شې
خو ما مې د خور دا پلمې ونه منلې په پای کې وتوانیدم چې خور سره مې د روښان دیدن ته ورشم،لا هدیرې ته سمه نه وم رسیدلې چې خور مې راته روښان وښوده په سپیره څادر کې یې ځان پټ کړی واو به جګ غږ یې هغه سندره کوله چې


( مایې د چرسو کنډولي مات کړي دینه و بنګي و لالیه و چرسي و لالیه).
کله چې ما دروښان دا حالت ولیده به چغو شوم اوورمنډه مې واخیسته روښان زما د لمنې د پولیو شرنګا واوریده له ځایه جګ شو او شاته یې وکتل زه ورته مخامخ ولاړه وم لمړی خو یې سترګې په خیرنو او سوځیدلو لاسونو ومښلې ځکه چې زه ورته یو خیال ښکاریدم ما زر پرې غږ وکړچې روښانه زه یمه خوږه څووارې مې خپل نوم ورته واخیسته لاسونه مې ورته ټینګ کړه د روښان سترګې د اوښګو نه ډکې شوې اواو غټې ، غټې یې په مخ وبهیدې کټ مټ هغسې چې زما د واده په ورځ کې چې زه یې ډولۍ ته خیژولم زما روښان ته پام شو نو دغسې غټې ، غټۍ اوښکې یې به مخ روانې وې ما یې اوښکې پاکې کړې او تر څنګه یې کیناستم ده رانه سترګې نه لیر ې کولې په خوله یې یوه خوږه خندا خوره وه خو په سترګو کې یې رڼو اوښکو ځای نیولی و. یو بل ته مو لاسونه ورکړي و اوپه چغو ، چغو موژړل.خپل خړ څادر یې زما په سر واچوه چې لیونۍ هدیرې کې لمر لږیږي ناروغه به شې ځه کلی ته ورشه . ما ورته په ځواب کې وویل سمه ده ځمه خو ته به هم راسره ځې .روښان راته وخندل چې ځه لیونۍ ته لاړه شه زه نه شم تللای ماته به دادک ودردیږي چې د کلی په نورور ځوانانوبه بده اغیزه وکړې. مایې دا پلمه ونه منله اوورسره مې خلاٌصه کړه چې راسره به ځې کنه زه هم نه ځمروښان سر کوز واچوه او د سر په ښورولو کې یې راته په خندا وویل : ځه لیونۍ ستا زورته خولا تر اوسه څوک نه دی پیدا شوي ځه مخ ته شه.
زه هم مخ ته شوم او په یوه لاس مې د هغه لاس ټینګ نیولی و .خور مې راته به خندا شوه او کلي ته لاړود روښان مور چې زما د تره ښځه ده د خپل زوی په لیدو هکه حیرانه شوه او په چغو سر شوه د کور واړه او زاړه مونږ ته حیران و زه او روښان دادک ته ورغلو دادک د روښان به لیدلو په ژړا شو او به سريې ښکل کړ او خپل خواته یې کینوه.
زما پوره يوه میاشت د پلار په کورکې تیره شوه زه او روښان یو ګینټه هم د یو بله نه بیلیدوکټ مټ لکه د واده نه مخکې خواږه ملګري و کله ، کله به په روښان د چرسو چکر راغلو خو ما به په هغه سندره او ځورولو ترینه هر څه هیر کړه ورځې شپې تیریدې زما د بیرته تګ وخت رانږدې شو د هغې ورځې به سبا مې خسرګنۍ ته بیرته ورتلم د شپې له خوا مې کورنی ټوله راغلې وه ټولوراته سوغاتونه د ځانه سره راوړي و چا راته جامې چا ټکری چا هم ژوندي چرګان او چا ایشولې هګۍ راته په سوغات کې راکولې شپه پخه شوه ټول خپلوان مې راسره مخه ښه وکړه څوک به هغه شپه بیرته خپلو کورونو ته لاړل او د چا چې کور لږ څه لیرې و شپه یې د دادک به کور تیره کړه .


ما په هغه شپه روښان ته ووایل چې ته به ماته په سوغات کې څه راکړې روښان راته کتل او به کتو کې یې راته ووایل چې څه غواړې هغه به درکړم خو ګوره پام کوه یو څه به رانه نه غواړې ځکه چې هغه ماته دایمانه هم ګران دی ما تاته مخکې هم وایلي و چې چرسي سړي ته یې د چرسو کنډول د ایمانه هم تیر وي او که به چا یې پیرزو هم شي نو هغه به یې مینه وي .
ما ورته وویل نه دا نه درنه غواړم خو ماسره به د سوغات په بدل کې یوه وعده کوې چې بیا به چرس خوله ته نه وړې او هدیرې ته به نه ځې .
‌‌روښان وخندل او په ځواب کې یې راته بس دومره وویل چې : لیونۍ !
زما او د روښان تر منځه داسې خبرې روانې وې چې دادک راباندې غږ وکړ چې شپه پخه ده څملی چې سبا د ملا په ا‌‌‌ذ ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ان د خیره روانیږې اوږد مزل دی په لاره به بیا ستومانه شې.شپه تیره شوه سبا شو ټولو راسره مخه ښه وکړه خو روښان نه ښکاریده ما مې د کاکینه پوښتنه وکړه چې کاکی روښان چیرته دی؟
ما سره یې مخه ښه ونه کړه!


کاکي مې راته ووایل!


هغه لاړه جومات ته مانځه ته خو زه وپوهیدم چې ماسره یې مخه ښه نه شوه کولای نوځکه یې د لمانځه په پلمه ځان پټ کړ خپله بسته مې را واخیسته چې نا څابه مې پام شو چې د روښان د چرسو کنډولی مې به بسته کې ایښی دی اود کاغذ په یوې وړې ټوټې کې یې لیکلي دي چې لیونۍ دا واخله ستا سوغات

محمدی 06.08.2012 08:38

زلاندصاحب کیسه دیره خوندوره وه الله دی نورتوفیق هم درکری چی داسی نوری کیسی هم ولیکی

ثنأالله خاورین سعودی عرب 25.09.2011 23:56

سلام گرانه سومره چی ته حسین یعنی شائسته یی داسی دی کیسه هم شايسته په زره پوری ده@ده هوساافغانستان په هیله

ارمان 13.11.2010 12:21

ګرانه وروره زما خو ستا دا غمجنه کيسه زياته خوښه شوه <br />دنوري کاميابي په هيله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics