Atrang

غزل / طایرځلاند

14.11.2010 08:58

غزل

طایر ځلاند

داسې دحالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم
راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم

ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو دوخت
پوه نه شوم خو سحر دګلا ب کې راګیر شوی یم

پخو لاندې نه زمکه لرم نه په سر اسمان مې شته
بیا نن دحالاتو کوم عذا ب کې راګیر شوی یم

څیره دیقین راکړه تیرو ځنې مې وبا سه
ژونده دوهمونو په حبا ب کې راګیر شوی یم

ماترې فلسفه دتغیر طایره زده کړله
زه یې چې دسترګو په کتا ب کې راګیر شوی یم

محمد نادر دانش 14.11.2010 10:58

ګرانه ځلاند جانه، ډیر خوږ غزل الله دی راته تل هڅاند لره ټول غزل په زړه چک لګوی خو زما دا بیت ډیر خوښ شو

ژوبل مې احساس شو ، په تیرو تیرو اغزو د وخت
پوه نه شوم خو سحر د ګلاب کې را ګیر شوی یم

بریا دی په برخه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics