Atrang

غزل / رحمان بابا

23.11.2010 13:57
  • Img 0066

غزل

رحمان بابا

ستا په عشق کې هسې خلاص يم له شعوره
چې يوه خبره نه لرم منظوره
طبيبان وايي چې صبر دى دارو دي
خداى فرقه زمونږ پيدا کړه ناصبوره
تورې هر چرې تړلي په دښمن شي
ياره ستا سترگې دوستان وژني په توره
معشوقې د زمانې شوې سره ټولې
دزړه خونه مې يې ولوټله چوره
زه تنها په ضرور نه يم ستا له غمه
پيدا شوې عاشقي ده له ضروره
هرې شپې لره ورځ شته دى په جهان کې
زما عمر جداييه کړ بې نوره
مهرويان وفا له هيچا سره نه کا
دا خبره په عالم کې ده مشهوره
چې خبر شي واړه گوتې په غاښ نيسي
په هجران کې خبر مه شه له مهجوره
د رقيب له بدو سترگو دې ځان ژغوري
هر عاشق چې بهر مند وي له حضوره
هومره توان او توفيق نه گڼم په بخت کې
چې تايب کاما، له فسق او له فجوره

په نظر د مدعيانو تور کودى دى
که يې کښېنوم د کټ د پاسه حوره
د رحمان د سترگو نم به هاله وچ شي
که وچ شوى د چا نم وي له ناسوره

 

Afghan Alizai 05.03.2012 17:41

Grana wrora deer kha ghazal wa aw zama deera khawakha shawa aw sta da la kameyabi pa helaa . . .

د ټولو پلار 23.11.2010 14:03

ګرانه ځلاند صیب، ډیر ښکلی غزل دی او ډیره مننه چي تاسو دومره ښکلی انتخاب او خپل شعرونه تر موږ رارسوئ وبښه سترګي می لږ کمزوري دي سم کار نه کوي په سپین ږیري توب سره خو دا شیان تړلي وي<br />مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics