Atrang

ادب ، اودلوستونکيوپيد اکول؟

21.12.2010 07:43
• P7310054
• Img 0067

ادب ، اودلوستونکيوپيد اکول؟

طايرځلاند :

کتابونه دانسان له ذهني کشمکش ،تلوسو، او شک نه په وجود کې راځي ، نوځکه به دکتاب ارزښت اواړتيا تر هغې وي ترکومه چې ديوټولنې په وګړو کې دشک ،  قوت او توان ژوندی وي

داسې ښکاري په دې روستيو کې دانسان په ذهن باندې دبازاري شيانو اغېزه په پرلپسې توګه زياتيږي ، په لومړي نظرخو داسې ګمان کيږي چې دنورو مادي شيانوپه څېربه کتابونوکې هم حد بندي وشي ،

نوکله چې په يوليک دپريکړې ارزښت له منځه لاړشي، اوانتقادي نقطه نظرله منځه لاړشي نو دکتاب اهميت او ارزښت به هم سالم پاتې نه شي

نن سبا چې له ځنو ملګرو نه داخبره اورم چې دادب زياته برخه کتابونه ، مجلې ، ويب سايټونه ، ويب لاګونه دانټرنيټ په دنيا کې دادب اوژبې له پاره کار کوي، نو دذهن دروازه مې دا انديښنه  هم وډبوي چې امکان لري دانټرنيټ په دې لويه دنيا کې ډير مهم او ارزښتمن شيان تراوسه نه وي ، بلکې هلته دهر[موجود] په شا ډير څه [غېرې موجود] وي

په ټولنه کې به داسې وګړي  هم وي، چې سوچ کوي ، دکاينانو مشاهده کوي ، او دموجوداتو په اړه به له نويوتصوراتو سره مخ کيږي، او په ذهن کې به یې دشک او يقين ترمنځ دکشمکمش سنګر ګرم وي ، اوس هم دداسې وګړو کمی نشته ، هغوي په دې باور ي دي ، چې ادبياتوکې ريښتينولي شته دی، او ډيرمختلف تصورات په کې موندل کيږي ، په حقيقت کې داخبره، له تاريخ ، سياينسي ، داقتصاد او طب کتابونوځنې هم [ادب ] جوړوي

خو په اوسنيو کتابونو کې دې خبرې ته ډيره کمه پاملرنه کيږي ، اوکه څوک ورته پام هم کوي نو زياتره برخې يې مشترکې وي او انفراديت په کې کم تر سترګو کيږي ،

په هره زمانه کې ادب ته دجدت او روايت له دواړو ليدلورونه ليدل کيږی، نن هم داخبره له ارازښت نه خالي نه ده چې ووايو ، ايا ادب يواځې دادب له پاره دی ، اودوګړي دخپل ذات دخوښۍ له پاره يوه ووسيله ده ، يادلاسته راوړنو يوه تجارتي لاره ده ، او يا په ريښتيني معنو کې يوه ټولنيزه معامله ده ؟

که وګورو ادب په هره زمانه کې دټولنې دوګړو دمخ  ورګرځونې مرکز پاتې شوی دی ، خو په دې ورستيو کې له بيلابيلوسياسي او مادي بحرانونو له کبله دادب په اړه دخلکو په اعتقاداتو کې هم بدلون راغلی دی ، اودادب په اړه يې چې کومې نظريې درلودلې په هغې کې هم کمی راغلی دی اوپه ټوليزه توګه يې غوښتونکي هم کميږي، خوله دې حقيقته بايد سترګې پټې نه شی چې د19پيړۍ په پای او شلمې عيسوي پيړۍ کې دادب دټولنې يوه برخه ګرزولو له پاره چې کوم شعوری کوښښ شوی وو اوس يو څه ټکنی ښکاري په ټولنه نړۍ او هرې ژبې کې  له زمانو راهيسې ادب ته ديوې ټولنيزې او عوامي مسلې په سترګه  کتل کيږي ، عوام دادب  يوه برخه ګڼل کيږي ، خو ساينسي پرمختګ او رسنيزو وسايلو ته دزيان دګوتې نيولو پرځای بايد په دې سوچ وشي چې په خپله کتاب ، ليکوالان دخپلې ټولنې له وګړو نه څومره لرې کړي دي او ترکومه حده ددې خبرې مسوليت پرغاړه لري ؟

خلکو ته اوس هم په زيات شمير کې دکتابونو اړتيا ده دسيا ينسي پرمختګ او دوسايلو په شتون کې بيا هم دکتاب بديل نه شی پيدا کيدلی ، هو بهو داسې لکه دهرډول مشروباتو په موجوديت کې ، چې بيا هم دطبعي اوبو ارزښت او اړتيا په خپل ځای سالمه پاتې ده ،

داسمه ده چې ادب يوقسم تهذيبي او کلتوري عمل دی ، او وخت په وخت له بدلونونو سره هم مخ کيږي خو د يو تهذيبي او کلتوري عمل په توګه يو ډول ځانګړې غوښتنې هم لري ،

بدۍ په ټولنه کې په ډېره تيزۍ سره خوريږي خو دنيکۍ په خورولو کې ډيرو هڅو ته اړتيا ليدل کيږي نو ځکه داخبره بې ځا يه به نه وي ، چې ووايو ادب ترهغې پورې به ژوندی وي ترکومه چې ټولنه اوټولنيز ارزښتونه ژوندي  وي ،

لکه څنګه چې سارتر او کامو په سياسی توګه دادب پر ارزښت قايل دي ، نو ددې خبرې پربنسټ همدومره يې لوستونکيو ته هم ضرورت دی ، داپه خپله ټولنه په ټولنيزو بنسټونو ودروي ،ادب، لوستونکي لرل، له بحرانه دوتلو معنی لري ، کتاب خپل لوستونکی له منفي لورې نه مثبتې خواته ګرځوي  ، په ټولنه کې جمود ماتوي اوټولنې ته دخوځښت جذبه ورکوي ، دټولنې وګړو ته دعمل ورکولواهميت روښانه کوي دسوچ ، فکر ، او دتصور، کولو په لوريې بيايې،

لوستونکی يواځې يوليدونکی پريښودل ياهم يواځې دمغربي موسيقۍ اوريدونکی ترې جوړول دهغه په ذات کې پرتې وړتياوې له منځه وړل دي ، دادب دسياست سره دتړلو همدا مطلب دی ، چې ادب وګړي ته دسوچ او فکر کولو وړتيا ورکړي او دې کار ته يې هڅوي ، ځکه چې دداسې خلکو نه پرته ديوې ټولنې تصور ممکن نه دی ،

ضروري نه ده چې لوستونکی دې ديوې ځانګړې نظريې استازولي وکړي ،خو تخليق کار [پنځوونکی]امکان لري ديوې خاصې نظرې په سوری کې خپل تخليقي عمل ترسره کوي  ، نو ځکه ورته پکار دي چې دخپلو مشاهداتوپه لړ کې تر يو داسې ځايه ورسيږي چې دده مشاهدات لوستونکي هم محسوس کړی شي ، له يو ښه تخليق کار ځنې همدا هيله کيږي  چې هغه دانفراديت [ځانګړتيا] سره سره [افاقيت] هم په نظر کې ونيسي او په خپل ليک کې ترې کار واخلي ،

په هره پرمختللې ټولنه کې دکتاب لوستونکي وي هغه که په هرډول وي ، يو مقرراو خطيب چې خپل اوريدونکي ورته مخامخ ناست وي په دې ښه پوهيږي ، څنګه دی دهغوي ذهنونه اغيزمن کولی شي، ځکه چې هغه پوهيږي  ، چې چاته مخاطب دی،ورته ناست خلک دکومې کچې دي ،؟ خو ديو تخليق کار مخاطبين او لوستونکي دده پر وړاندې نه وي ، نو تخليق کار ته په همدې خبره سوچ کول پکار دي چې څنګه خپل هغه مخاطبين چې له دې نه لري دي او دی يې په اړه بشپړ معلومات نه لري ، دهغوي ذهنونو ته خپله خبره ورسوي ، ځکه چې څومره ګمان مونږ کوو امکان لري زمونږ لوستونکي له هغې نه زيات وي ،

په اوسني حالاتو کې ، چې په دنيا کې نفرت زياتيږي ، دخپل ذات دپيژندګلو په اړه دهردويم کس سره انديښنه ده ، او خلک له يو ډول ذهني بحران سره مخ دي ،لوستونکي دخپلې ازادۍ له پاره نا قراره دي ،وګړی له خپل ذات له ناپيژندګلو ځنې ويريږي ،نو په داسې حالاتو کې دانسانانو تخليقي قوت په يوه وړه دايره کې ګيرشي ،  او محدوديت خپل کړي ، دا هغه حالات دي چې دادب اوکتاب له پاره دلوستونکو دپيداکولو مسوليت،  ليکوال ته ورپه غاړه کوی ،

13/12/2010/ کابل

شیررحمان بېتاب 21.12.2010 08:09

سلام
ډیر په زړه پورې لیکنه ده ، او په ډیره مهمه موضوع دې لېکلې ده

بېتاب ګله  ستړی مه شې

مننه له تبصرې او دلیکنې خوښولو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics