Atrang

غزل/طايرځلاند

27.12.2010 06:25

غزل

طايرځلاند

مجرم ګڼلم خلکو دلته نور په څه طايره

خو بس ملګری درڼا به ومه زه طايره

حادثه څه وه دبېلتون خو دقسمت پېښه وه

پوهېدم نه خو بس وختونه تېريده طايره

خپلو درنو روايتونو سره څومره خوند کړي

ښکته شي څومره چې بدل شي پښتانه طايره

دتغزل موسم مې ځکه و پېکه غزل کې

دالهامونو سره اور هم ورېده طايره

چرته و هغه وخت ښکلاباندې مين وګړي

چې په رڼا ورځې ګلونه قتلېده طايره

داچې اوس کاڼی دی سينه کې شور دژوند نه لري

يو وخت همدا سړی څراغ و بلېده طايره

قدرت الله درمان 27.12.2010 18:54

واه طایره اشنا ښکلې غزل د لیکلی ډیره مننه
خو دا بیت یې زما ډیر خوښ شو
مجرم ګڼلم خلکو دلته نور په څه طايره

خو بس ملګری درڼا به ومه زه طايره

بریالی اوسې

ګل وسې درمان صیب

بس مونږ به هڅه کوو چې ښه شعر ولیکو ستاسې داد مونږ ته دمخکې تګ دسفر حوصله راکوي ستاسې غوندې باذوقه خلک زمونږ دپرمختک لارې په لاس راکوي

ځلاند

عندليب 27.12.2010 13:05

واواواياره ډير ښکلی غزل دی ليکلی راته ښکاري چرته خوا کی دی چا هغه شين بوټي لوګی کړے دے

عندلیب صیب مننه

بس نو په دې اړه به ته پوهیږې که تاته یې لوګی درسیدلی یې نو بیا یې همداسې وګڼه :

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics