Atrang

غزل / طایرځلاند

29.12.2010 13:23
• Ikjikji
• P7310055
• 1 31 1
• Ayob 20sabir

غزل

طایرځلاند

داچې ژوند ماښام ماښام دی تورې شپې دي
دتهذیب په منار ټولې  ډیوې  مړې  دي
سياهي دزلفو نور دڅېرې  زیات کړ
غلافونه تور زاځوړند په کعبې دي
بیا په زړه نوی غذاب راتلل یقین دی
بیا مې ماتې دنظر ستړې توبې دي
ما دلمر په لورې وړي خو عجیبه ده
چې مې شاته په سایې پسې سایې دي
تصور دې دښکلا دملک امير کړم
په خیالونو کې مې ټولې رنګينې دي
هرسړی ځان سره خپل خپل نظر واخلۍ
ورکې شوي په دې لاره قافلې دي
څه بلا دلته ضرور راځي طایره
داچې بندې دکورونو دروازې دي

شیررحمان 01.01.2011 13:46

سلامونه ځلاند صیب ډیر په زړه پورې غزل دی زما ډیر خوښ شو
یو بیت یې ځان ته یوه مانا لري
او مقطعه خو يې بیښي داوسني وخت انځورګري کوي
ستا ورور
بېتاب

ورور مې سلام ته دې علیک وایم

ډیره مننه دغزل له ستایلو ، او کوښښ به کوم چې راتلونکي کې هم همداسې غزل تخلیق کړی شم خو یواځې په ستاینه هم څه نه کیږي نیمګړتیا وې په ګوته کول دتخلیقي سفر پرمختګ کې رغنده لاس لري ستاسې دهمکارۍ په هیله

ځلاند

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics