Atrang

غزل/ ماښام خټک کراچۍ

04.01.2011 09:16
• Ikjikji
• P7310055
• 1 31 1
• Ayob 20sabir

غزل

ماښام خټک (کراچۍ)

فیصلې دی چې ماتیږی فاصلې دی چې اوږدیږی
دلته داسې سړے نشته چې پرې زړونه راټولیږی

د نظر تر حده ګورم ېو سړے هم لیدے نه شی
په غوږونو کښې مې شور دے دا ېو زړه مې دے درزیږی

دغه خلق چې خاموش دی دغه خلق ګونګېان نه دی
که خبره د خلې ووباسی په خبره سر غوڅیږی

هر ېو خاڅکے ې تېره دے د وجود نه پورې ووځی
دا د کوم موسم باران دے دا په ما چې راوریږی

زما زمکه سره وورونه زما کور تالا والا شو
دا د چا د ګټې جنګ دے چې تر ووسه نه ختمیږی

دا زما د چم همزولی دا زما د کلی خلق
ېه ما ښامه دېر ساده دی ېه ماښامه نه پوهیږی

بټنوا ل 06.01.2011 03:55

السلا م عليکم يوڅوکا له پخوا چی سرې لښکری زمونږپا کی خاورې ته راننوتی نو په خلکو ځمکه سره شوه دچا چی وسه وه دملک نه بهر ته کډه شول او مجبور او نادار پا تی شول ځینی خلکو د څو پيسو دپاره خپل زامن په عسکری اوخاد کی برتي کړل هره ورځ ديوې او دوو پېښو خبرونه ترغوږ کيده اوپه لسګونو به څوک نه خبريدل زمونږ يوکليوا ل چی دنوم ليکل يي لا زم نه ګنم خپل درې زامن په يوه پوسته کی واچول چي خورا ډيرې تنخوا ګا نې به يي کور ته راوړلی دکلي خلکوبه چې خواله کوله چې ملک وران شواوسوراور بل شو څه به کوو نود نوموړی سړي به دخولې به همدا يوه خبره راوتله خيرخيريت دۍ هيڅ خبره نشته دا هسې ددښمنا نوپروپا ګنډ دۍ کله مجا هيدونوهغه پوسته په راکټونو وويشته دهغی سړی دوه زامن پکی مړه شول نوپه هديره کی نارې سورې شوی دهلکا نو پلار چې همېشه به ېې په ډېره غوصه اوکله بيا په خندا ويل هېڅ خبره نشته خير خيريت دا يوه چيغه وهله وه خدايه وطن وران شو زه خو اوس پوه شوم وه خدايه وطن وران شو ماښامه وروره دپښتنو دښمنان دي خدای تباه کړی

ګلابه له احساساتو دې مننه

اترنګ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics