Atrang

غزل / طایرځلاند

17.01.2011 14:22
• Img 0161
• Img 0262
• Img 0439
• Img 0472
• Img 0380

غزل

ولاړ په نزاکت چې دى اساس دآيېنې
دا ځکه زخمي کيږي تل احساس د آيېنې

ورکۍ چې خپل ښائست ته  داد په لاس د آيېنې
زياتيږي ځکه ورځ په ورځ وسواس  د آيېنې

په ځان کې ورته ښکاري ټول دخلقو نظرونه
اغوستى چې اشنا کله لباس د آيېنې

چې ده زما دقد  دهرې برخې ترجمانه
خالي نه دى شعور نه انعکاس د آيېنې

ښائست ديو مړوند يې دپوره ملک ننداره ده
خلاف نه دي ديو بل نه اجناس د آيېنې

ګيله دخپل تصوير  د هېرېدو مۀ کړۀ طايره
د ورېځو په مثال دي ټول خواس د آيېنې

ناهید 18.01.2011 07:10

ځلاند صیب خدای دې ګل لره دتل په څېر مې بیا هم له دې غزل نه ډیر زیات خوند واخيست او دې ته یې تحریک کړم چې خپله څه ولیکم ستادنورو غزلونو په انتظار\

مننه اغلې ناهيد

ستاسې داد مونږ شعر ته هڅوي ډیره مننه له تشویق څخه مو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics