Atrang

ورستي انسان/ طایرځلاند

04.04.2011 15:14

ورستى انسان      لنډه کيسه

ليکوال : انتظار حسين

 ژباړه: طايرځلاند

الياس په دې کلى کې ورستى انسان و، هغه له ځان سره دا ژمنه کړې وه چې له دخالق له لوري د انسان په جامه کې پيداشوى يم،او دانسان په جامه کې به مرم، او ددې لپاره الياس خپله پوره پوره هڅه تر روستۍ سلګۍ پورې کړې وه

 له دې کلي نه درې ورځې مخکې بيزو غايبه شوه، په اول اول کې خو دکلي خلک ډير حيرانه شواو بيا يې په خپلوکې ميلې جوړې کړې چې هغه بيزو چې زمونږ زمکې پټي او کروندې يې خرابولې ښه شوه چې ورکه شوله ،

هغه سړى چې دوي يې  ديکشنبې ورځې دمهيانو له ښکاره منعې کول کليوالو ته اويل چې هغه بيزو له کلي ورکه نه ده بلکې هغه ستا سې په منځ کې اوس هم اوسيږي،مګر تاسې هغه ليدلى نه شۍ، ددې سړي خبره پرکليوالو ډيره بده ولږيدله او ورته يې وويل چې ته مونږ ته دوکه راکوې،هغه ورته ويل چې بې شکه تاسې خداى ته دوکه ورکول غوښتل ،چې تاسې يې له  يکشنبې ورځې دمهيانو له ښکاره منعه کړي وۍ،او تاسې به په همدې ورځ دمهيانو دنيولو ښکار کو،او تاسې په دې خبره پوه شئ چې خداۍ تعالى ستاسې ددوکې پوروه ځواب درکونکى دى ،

ددې په درېمه ورځ داسې وشول چې داليعذر لنډه غري  داليعذر د اوده کيدو خونې ته داخل شو،اوداليعذر دخونې تر درشله سرټيټي راغلل او بيا داليعذر دخوب له خونې نه ډيرحيرانه او غمژن په ستنه رابهر شول،او بيا داخبرتر لرې لرې خور شواوله لرې لرې نه خلک داليعذر کور ته راتلل او زړه نازړه به و چې ورشي او کنه؟ داليعذردخوب په خونه کې داليعذر په ځاى يوې غټې بيزو ارام کولو،اليعذر تيره شنبه له ټولونه زيات مهيان نيولي و

بيا نوګونګوسي شول يو کس بل ته وويل چې اى ملګريه ته خبريې چې اليعذر نه بېزو جوړه شوې ده، په دې خبرې هغه بل په کټ کټ وخندل چې ته ماسره ټوقې کوې، او په خندا خندا روان شو په همدې حالت کې يې دمخ کړه وړه بدليدل،داړې يې له شونډو نه راووتلې،او په کراره کراره ترې بېزو جوړه شوه، هغه بل ملګري يې چې داحالت وليده نو په حيرانتيا حيرانتيا کې يې سترګې سرې شوې او بيا هغه هم په بيزو بدل شو، او چې الياب، ابن زبلون وليد نو په ويرويره يې ورته وويل،اى دزبلون ځويه په تا څه شوي دي چې څيره دې داسې ورانه ورانه ښکاري،په دې خبرې سره ابن زبلون ته غوسه ورغله او له غوصې يې غاښونه وچيچل، په دې سره الياب نور هم ويرې واخيسته او بيا يې ورته په ويره ويره وويل،اى دزبلون ځويه ستا مور ستا په وير کې ناسته ده ضرور په تاڅه شوي دي ،ابن زبلون ته نوره غوصه هم ورغله او همداسې په غوصه يې په الياب حمله وکړله، الياب له ويرې نه په لړزا شو او دابن زبلون څيره له غوصې نه او دالياب څيره له ويرې نه بدلې شولې ،ابن زبلون دخپلې غوصې له کبله له خپل قابو څخه ووت او الياب له ويرې نه يې خپل خوش له لاسه ورکړ، هغوي دواړه په خپلو کې سره ونښتل دهغوي څيرې ورانې شولې بيا دهغوي اندامونه وراندېل شروع شو، بيا يې اوازونه وران شول او لفظونه په يو بل کې ورک شول، او هغه چغې غيرې لفظي شولې، دا چغې ورو ورو وحشيانه شولې بيا هغه دواړه په بيزوګانو باندې بدل شول،الياسف چې په ټولو کې هوښيارو او تراخره انسان پاتې شوى و، په انديښنې سره وويل،چې اى خلکو ضرور په مونږ څه شوي دي راځۍ چې هم هغه چا ته لاړ شو چې مونږ يې ديکشنبې ورځې دمهيانو له ښکاره منعه کړي و، الياس دخلکو سره يو ځاى روان شو او دهغې سړى کور ته لاړل، ټول سره راټول و هغه ته يې ترډيره وخته غږونه وکړل، هغه مايوس شو او بيا يې په اوچت غږ سره وويل،اى کليوالو هغه سړى ، مونږ يې ديکشنبې ورځې دمهيانو له ښکاره منعې کولو،هغه نن مونږ پرېښى يو او له مونږه تللى دى،او که سوچ وکړۍ نو په دې کې مونږ لره کومه ستونزه شته دى کليوالو داخبره واوريدله او خاموش پاتې شول، اويوې سختې ويرې په غيږ کې ونيول


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics