Atrang

نوی غزل

26.08.2011 10:26
• 29042011478
• 30042011488

دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي

نن دې دلمر سترګه ویده پاتې شي

دورځې کار کوو دنیا دپاره

زمونږ په خپله برخه شپه پاتې

ژونده تکمیل ته به دې څوک راځي نور؟

نیمګړې ستا که تماشه پاتې شي

دنظرلمر به مې ویده شي په کې

پر انګو يې که خوله پاتې شي

مونږ دې اسمان سره خبرې کوو

مونږ نه دې وروسته زمانه پاتې شي

دتا یاد راشي ورته لاړشي ترېنه

زما په زړه کې زلزله پاتې شي

په بڼو ګرد او خاموشي په شونډو

وخته ستا یاد دې ماسره پاتې شي

طایره دا په کوم پړاو کې یمه

قافله راشي قافله پاتې شي

۲ طایره لاره به بیا نه ورکوم

په دې هوا کې که ډيوه پاتې شي

خور دې 28.08.2011 11:48

طائرجانه زه ډېره خپه يم هسې ساه راکې چليږي کنه د مرګه مې هيڅ نه دي پاتي
دعا راته کوه وروره خوردې

سلام

یاره که زما په دعا کیږي

رب دې باچا کړه چې سلام ته دې درځمه

ځلاند

اسدالله 26.08.2011 10:34

سلامونه
له ډيره وخته روسته مې دې ښکلی غزل ولوسته مننه درنه کوو مونږ چې کله کله دلته ملګري راټول شو نو یادوو دې خوبس فاصلې داسې دي چې ډير کم دې نوې شاعري لولو کوښښ کوه چې مونږ ته دې خپلې غزلې رارسوې په دې غزل کې ډير بیتونه داسې وو چې په یوځل لوستو زما په زړه او ذهن کې کېناستل
خوشاله ژوند
اسدالله

مننه ګرانه دغزل له خوښولو زه کوښښ کوم چې خپل کوم نوی مات ګوډ غزل ولیکم تاسې سره يې شريک کړم بس کله لټي او کله هم دوخت نه لرل ددې لامل شي چې تر ډيره وخته ونه شم کولی چې غزل درسره شريک کړم ستاسې ټولو ملګرو نه مننه چې مونږ په خپلو مجلسونو کې یادوۍ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics