Atrang

دقدرت الله درمان ښکلی غزل

05.11.2011 16:34
  • 29042011478
  • 30042011488

غزل/قدرت الله عتیق
سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه
زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه
دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزر
زمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه
سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره
دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوه
زماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پاره
زمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه
زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري
نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه

ساپی ممبیی هند 07.11.2011 04:40

ډېر ښکلی ولا ډېر خوند یې وکړ، ما ته خو یې د وطن اختر رایاد کړ.

قدرت الله عتیق 06.11.2011 11:30

نوم دی غلط لیکلی دی نوقدرت الله عتیق دی تاسوقدرت الله درمان لیکلی دی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics