Atrang

غزل /طایرځلاند

16.11.2011 11:33
• Dsc06660
• Dsc06671
• Za d d
• %d9%84%d9%85%d8%b1%db%8c%d9%86 %db%b2

غزل

له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی

شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی

خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي

زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی

ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره

ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی

ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې

داخویار نو له ځانه بغاوت دی

دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده

دژوند لاره خو جانانه بغاوت دی

طایرځلاند

16ـ11ـ11 کابل انترنیوز

روښان 17.11.2011 12:03

سلام ګرانه
ډير وخت وروسته مې یو ښکلی غزل ولوسته دوخت دغوښتنو مطابق دوخت په ژبه او په ځانګړي رنګ کې
ژوندی وسې

الیاس 17.11.2011 11:45

ډيرزیات مې خوښ شو ښکلی غزل دی هر بیت یې بیل بیل خوند لري او په تېره په دې مطلعه کې شاعر مونږ دنوي حسیاتوسره مخ کړي يو چې وايي
له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی
شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی
تل دې همداسې دښو شعرونو څښتن ووسې
ستا رور
الیاس خان

راشد خټک 16.11.2011 21:01

ډېر ښه ځلاند صېب؛ خوندور شعر دی٠ ډېر عالی،

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics