Atrang

دطایرځلاند نوی غزل

23.01.2012 13:52
  • 29042011478
  • 30042011488

په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی

هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی

توراوربل دې  دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟

که پرېشان له نوي غم زما اولس دی

محبت دې حوصلې کړې زما لوړې

ګنې درد دې له پخوا نه یو په لس دی

په غزل کې مې خواږه له بل ځي نه دي

راټول کړی مې دتا له شونډو رس دی

کتابونه مې خواره واره پراته دي

پکې ورک رانه تصویر دزړه دکس دی

بیا مې چادکور ور نیمه شپه ټک ټک کړ

بیا مې ولې ورخطا هر یو نفس دی

ستوري کاڼي دي ، په کاڼوباورنه کړم

انتظار دلاسو کرښو ته عبث دی  

شېبه مخکې په دې ځای کې څوک ولاړ و

دا چې اوس دلته ولاړ ګل د نرګس دی

 

 

محمد هارون رښتیا 23.01.2012 20:28

محبت دی حوصیلی کړی زما لوړی<br />ګنی غم دی د پخوانه یو په لس دی .<br />طایر ځلاند صیب ډیر په زړه پوری او ښکلی غزل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics