Atrang

علم ګل سحر يو Humanistشاعر

08.02.2012 12:10
  • Img 0161
  • Img 0262
  • Img 0439
  • Img 0472
  • Img 0380

علم ګل سحر یو  Humanistشاعر                      

طایرځلاند                                                           

 

دانسان دپېدايښت سره سم  دخیروشر دمتضادې فلسفې پېل هم وشو او انسان د خیر و شر دفلسفې په ورکو لارو مساپر شو. خوپه دې ډګر کې ورته داختیار مزی هم په لاس کې ورکړلی شو او دکایناتو باچا  ورته وویل، چې (زه تاسو ازمایم چې کوم يو په تاسو کې ښه کارونه کوۍ)

نو په فطري توګه په انسانانو کې داجذبه هم پاتې شوه چې دخیرو شر په دې ډګر کومه لاره دده دسرشت سره سمه ده؟

 که يو لورې تاسو دداسې انسانانو سره مخ کېږۍ چې په ورځ کې لس ځله انساني ارزښتونه له منځه وړي خو ولې تاسې به له داسې انسانانو سره هم مخ کېږۍ چې دهغې په سترګو کې دانساني مينې رڼا وي دغه رڼا دهغه څراغ وي کوم چې دانسان په زړه کې ناست انسان يې په خپلو وينو بلوي

اوپه همدغه ډول انسانانو کې یو هم ښاغلی علم ګل سحر دی چې زه يې دهمیونېزم دنظریې پلوی بولم

که څه هم دانسان دوستۍ نظریه په ادبیاتو کې له پېړیو پېړیو پاتې شوې ده خو دنړیوالې جګړې را په دیخوا د یو ادبي مکتب په حیث پېژندل کيږي ددې ادبي مکتب پېروکاران په خپلو لیکونو کې انساني ارزښتونو ته ځای ورکوي او هڅه کوي چې کوم ګواښونه او ننګونې انسان ته په مخکې دي دهغې خنډونو دلرې کولو شعور په انسانانو کې خور کړي

زمونږ په پښتو شاعرۍ کې دانسان دوستۍ نظریه له هیڅ یوې ژبې کمه نه ده بلکې په دې برخه کې مونږ غني پانګه لرو تر ټولو ستر هیومیونیسټ خو رحمان بابا دی چې په خپل غزل کې يې دانساني ارزښتونو دساتنې تبلیغ کړی دی

په پښتنه سيمه له پخوا راهيسې را روان ناورینونو دې ته لاره هواره کړې ده چې په دې قام کې دبشري حقونو دساتنې شعور ژوندی پاتې شي، دهیومیونېزم نظریه مونږ ته دا ښايي چې دانسانانو سره ښه وکړو پرته له کوم مذهبي اوجعرافيايي توپيره پرته له نسلي او ژبني امتیازاتو، پښتون هومیونسټان خو لا دا هم وايي

که ته مې وژنې لاس دې هم نه نيسم

زما په یو حالت کې شر نه لګي

اکرام الله ګران

دلته شاعر په دې نه خفه کيږي چې ګوندې دهغه ژوند له خطر سره مخ دی بلکې دهغه په زړه او ذهن کې بس دا یو څراغ رڼا کوي چې څنګه دانسان پر وړاندې دانسان د ودرېدلو دود پای ته ورسيږي.

 مونږ چې د ښاغلي علم ګل سحر شاعري لولو مونږ دهمداسې یو انسان سره مخ کيږو کوم چې انسان ته دانسان سره دمينې لاره ښايي،

 

 

 

جرمن لیکوال ګویټه وايي ، چې

پرېږدۍ چې سر په زنګون کېږدم او فکر وکړم، تاسو وینئ چې زمادزړه له چینې ډيرې خوږې اوبه راخوټيږي چې دبشر تنده ماتوي (ګویټه)

مونږ چې دښاعلي علم ګل سحر شاعري لولو مونږ ته دهمداسې یوې چینې نښې په لاس راکوي چې په ريښتیا هم دبشر تنده ماتوي او دا چینه دښاعلي په هغه شاعرانه زړه کې ده چې له انساني مينې نه ډک دی اوهمدغې جذبې هغه شاعر کړی هم دی او خیال يې ورته دومره وړ کړی چې دجذبې دبیان دپاره يې مناسب شعري علامتونه  او ژوندي انځورنه تخلیق کړي دي

ښاعلی علم ګل سحر  په لاشعوري توګه دهومیونېزم دنظريې تر اثر لاندې پاتې شوی هغه دخپل کتاب ډالۍ مور ته ځکه وړاندې کوي چې په زړه کې يې ورته دانسان او انسانيت سره مینه روزلې ده

په خپله دلمر جنازې دکتاب همدا د ډالې دوه کرښې دده په انسان دوستۍ دلالت کوي دهمدې مینې له سوبه سحر صیب داسې نظمونه تخلیق کړي دي چې په لوستلو يې دانسان په زړه کې یوه زلزله جوړيږي دلمر جنازه شعري ټولګه کې دانسان په نوم يې یو نظم لیکلی دی په دغه نظم کې دانسان دتخلیق پر ورخت دانسان په اړه دجوړو شوو تصوراتو یادونه کوي په کوم کې چې ویل کیږی دانسان دوجود له پاره خپله خاوره نه ورکوله زمونږدا ښاعلی شاعرهغه شېبه رایادوي چې په انسان خو هغه وخت لا ځمکه پوی وه چې دا به دانسان په څېر ژوند نه کوي په دې نظم کې که څه هم دسحر صیب شعري ژبه طنزیه شوې ده خو له ټکي ټکي څخه يې اضطراب څاڅي دنظم څو کرښې يې دي

ځمکه لا هغه وخت پوه شوې وه پرې

چې دا انسان انسان کیدلی نه شي

ژوند دانسان په څېر کولی نه شي

یو بل دبل پر ضد وسلې جوړوي

یوبه دبل په وینو ژوند تېروي

دلمر جنازه ۴۸مخ

داسې نه ده ګوندې سحر صیب په خپلو شاعرانه شېبو کې له انسانه مایوسه دی بلکې دانسان پورې يې ډير امیدونه هم تړلي دي خو کله کله چې په شنه فصلونو کې دوه قبر کیدونکي ګوري نو سوچ يې ضرور په مخه کوي چې ولې ځمکه په جنازو مړه شوه خو دا قبر کیدونکي ماړه نه شوو

هلته په شنو فصلو کې

 زمونږ دکلي دګودر په غاړو

په کار لګیا قبر کیندونکي ګوري

کله یو ته شي په قهر ګوري

ځو شېبې وروسته دیوبل په غوږ کې

څه سره ووايي

موسکي شي سره

اوبیا په کار لګیا شي

څومره په بیړه بیړه

زمونږ دکلي کروندو او شنو فصلونو کې دوي

لوی لوی قبرونه کيني

او ستړیا نه پيژني

... دلمرجنازه ۱۶ مخ

 په دغه نظم کې په تسلسل سره انسان ته ښايي چې له خپل سرشته څومره لرې تللی یې انسان ته دهغه دوه قبر کیدونکو یادونه کوي چې په شنو دامیدونو په فصلو کې دګودر چې دمینې او ژوند علامت دی دوي څنګه دقبرونو په کیندلو نه ستړي کيږي

ددې نظم په انځوریزه ژبه کې دافغانستان پر حالاتو یوه له معنی ډکه تبصره هم ده په کوم کې چې په لکونو انسانان ووژل شول او دا قبر کیدونکي لا اوس هم ستړي نه دي

دانسان دوستۍ دغه احساس له ښاعلي علم ګل سحر سره داسې مل دی چې په ټولو شعري شیبو کې يې چې دژوند په ښکلاګانو څه وايي او که دژوند په ډرامه کې دانسان دکرکټر دبدرنګيو یادونه کوي خو مقصد او تصور يې دانساني ژوند ښېرازي ده

همدغې احساس او همدغې جذبې دسحر صیب دتخلیقي ژوند زیاتره شيبې شاعرانه کړي دي او لکه څنګه چې هغه خپله هم دپریال خوبونه شعري ټولګه کې یادونه کوي په ځنې شعرونو کې يې په ريښتیا هم  دومره تاثیر پورت دی چې دلوستونکي له خولې ورته په لاشعوري ډول ووځي (کاپر شاعر) دی او همدغه داد ښاغلی اومان نیازی دشعر دښه والي دلیل ګڼي چې زه ورسره سل په سلو کې متفق یم

او ددې وجه داده چې سحر صیب دانساني هیلو او انساني غوښتنو شاعري کړې ده او دشاعرۍ ژبه يې دخپل سوچ او فکر مطابق راوړې ده تاسې چې د سحر صیب شاعري لولۍ نو هلته به له داسې علامتونو او شعري ترکیبونو سره مخ شۍ چې که له يو لورې ځانګړي دي نو بل پلو دهومیونېزم د نظریې استازولي هم کوي

یه دسپوږمۍ په ماتم ناستو خلکو

ترڅو به ژاړو په ورک شوي مړي

څو به حیران ګورو دستورو جنګ ته

راځئ چې سيوري کړو دځان ملګري

سترګو کې زړي درڼا وکرو

راځئ چې ورکه ښکلا بیا راولو

اوښکې پرې ورکړو او خندا راولو

راځئ بدل کړو دا باروت په رانجو

دغه دودجن بڼ ته هوا راولو

دپریال خوبونه ۲۳ مخ

یواځې په دې نظم کې ډیر داسې علامتونه او ترکیبونه مونږ ته په نظر راځي چې له مخې يې د ښاعلي علم ګل سحر دشاعرۍ په هومیانیستي اړخ نور هم باوري کیږو

دسپوږمۍ په ماتم ، دستورو جنګ،د سیوري دځان ملګري کول، د رڼا زړي ،خندا ، باروت په رانجو بدلول او دودجن بڼ ته دهوا راوړل ، هغه شعري جملې دي چې دشاعر له فکر او ذهن سره مو اشنا کوي او په دې مو متیقن کوي چې د ګویټه په خبره دخوږو اوبو چینه د سحر صیب په زړه کې را خوټيږي چې په ريښتیا هم دبشر تنده پرې ماتيږي

دا مهال ماسره د ښآغلي علم ګل سحر دوه شعري تولګې غوړېدلي ايښي دي او په دې دوه ټولوګو کې چې زه د سحر صیب دشعر په هیومیونسټي اړخ غږیږم  دنظمونو هره دویمه مصرعه راته چغي وهي چې ته څه لټوې هغه دلته دي ځکه چې دهغې نظم جوړښتي پیکر له داسې توکیو جوړ وي چې سړی ترې انکار نه شي کولی

زه نه پوهیږم له هغه یو شمېر علامتونو او ترکیبونو چې د سحر صیب په نظمونو کې کې موجود دي څومره به هغه په شعوري توګه کارولي وي اوڅومره به دلاشعور دجزیرو نه د تخلیقي شیبو سره مل شوي وي خو يو ځانګړی رنګ اوخوند لري

که څه هم سحر صیب غزل هم لیکي او که په حقه قضاوت کوم نو ډير بد يې هم نه ليکي خو زه يې چې کوم خوند او زور په نظمونو کې وینم د ستایلو دی په ځانګړې توګه په ازاد نظم کې د سحر صیب کمال دستایلو دی ولې چې ما په ډيرو کتابونو کې کتلي دي چې د ازاد نظم په نوم يې هسې لنډې اوږدې کرښې تاوې کړي وي هغه رتهم چې په ازاد نظم کې بنیادي عنصر دی نه لري خو دسحر صیب ازاد نظمونه داسې نه دي بلکې یو تسلسل لري او دفکر چې بنیاد يې په انسان دوستۍ ولاړ دی مزی ترې غوڅ شوی نه دی او نه يې دخیال آس بې لارې شوی دی

په پاي کې د سحر صیب دغزل یو داسې بیت راوړم چې هغه يې دماشوم نقل قول ګڼي خو دنړئ د پوهانو په مخ کې يې یو داسې سوال ایښی که څوک پرې غور وکړي نو دانسان پر وړاندې  دولاړ انسان له لاسه به توپک وغورځيږي

سړي لکه سپي ولي کړي په خپلو کې جنګونه ؟

(روښان) داسې کولې له( رومان) سره خبرې

 

پای

 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics