Atrang

نوې غزل

05.05.2012 12:17
• P7290022
• Picturlll 171

غزل

نن دښار هره کوڅه ده نابلده
زه به نه یم تر ابده نابلده

خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي
روح مې وواته له حده نابلده

نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي
اوازونه بې سرحده نا بلده

دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم
پکې ښکارم نابلده نابلده

ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني!
آيېنه له خپله قده نا بلده

هیواد 16.05.2013 21:40

واقعا چه نه یوازی د ښکلا څخه ، بلکی هم د محتوا څخه ، دک غزل دی.

مننه.

هیواد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics