Atrang

دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه

22.12.2012 15:53

دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه

طایر ځلاند

۲۲ـ۱۲ـ۲۰۱۲

د دسمبر د ۲۱ نیټې په اړه مې له څو ورځو اورېدل چې دابه دقیامت ورځ وي دې افواه نه یواځې دا چې په غربي هیوادونو کې خپلې ډنډورې وغږولې بلکې ددې نغارو غږ تر افغانستانه هم را ورسېد په راډيو تلویزون او ټولنيزو رسنيو يوه مهمه موضو وګرځېدله داسې هم نه چې ددرېمې درجې پاملرنه يې ځانته را واړوله بلکې زیات شمېر پوه او سنجيده خلک هم ددې افواهاتو په سمندر کې لاهو شو او په اړه يې خلکو دريځونه خپل کړل په همداسې ډله کې یو هم زمونږ ځوان شاعر همیم جالالزی دی شاعر چې همیشه له توهماتو نه د یوې سرچينې په توګه کار اخلي دا ډول موضوعات هغه ته ډير په زړه پورې وي او کوښښ کوي چې له داسې مواقعو نه ګټه واخلي خو مخکې له دې چې زه په همدې موضوع دملګري همیم جلالزي نظم ته ورکوز شم غوره ګڼم چې د مایا تهذیب په اړه يو څه وغږېږم په اصل کې د ۲۱ دسمبر دورځې په اړه دقیامت اوازه د مایا تهذیب لرونکو ډلو څخه را پورته شوله خو مایا تهذیب څوک دي ؟ چرته ژوند کوي او په دې اړه دهغوي نظریه څه وه کوښښ به وکړم چې يو څه یې روښانه کړمه

دمایاها تمدن لرونکي ډله چې سورپوستي دي د مکسیکو په جنوب اودمرکزي امریکا شمال لورته پراته دي ، ماياها ديو ډير زوړ تمدن نوم دی چې په یادو شويو سيمو کې ژوند کوي او دژوند بڼه يې تر ډيره په دا ډول ده چې په ځنګلونو کې به وسېدل او دوسېدلوځايونه به يې په ونو او یاهم دزمکې په غارونو کې و هغه سیمه کې به يې ډير نښې نښانې ښکارېدلې چې بارني به وې

ددې تمدن لرونکي خلک ډير هنر پرور و په ځانګړې توګه په معمارۍ ،ستورو پيژندنه او ریاضياتو کې پوره پوره مهارت درلودلو


دمایاها تهذیب لرونکو يو ځانګړی خط هم درلودچې خپل آثار او تاريخونه يې پرې لیکل په اصل کې ددې ډلې دژوند په اړه ويل کيږي چې په درې برخو ویشل شوی دی دقديمې زمانې بیا له قدیمې زمانې را وروسته او بیا دپس کلاسیکیت تر دور رارسيږي چې په دې درې واړو مرحلو کې دا ډله له قسماقسم تکلیفونوسره مخ شوې ده او په هردور کې يو نه یو غذابه تېر شوي دي په دې تهذیب لرونکو کې مذهبي اعتقادات ډير زیات و او دمذهبي  مشرانو داطاعت یې یو له ځانګړتیاو څخه شمېرل کيږي، دمایا ديني اعتقاداتو له مخې عالم هستي په دوه برخو ویشل کيږي انساني بعد او خدايي بعد چې ددې دپاره يې درې مرحلې یا درې برخې جوړې کړې وې اسماني ، ځمکني او دځمکې لاندې دوي خپل خدای د(ایتزامنا)  باندې نوموه او دې ته یې میرمنه هم ثابتوله ددې دین زیاتره کیسې او اعتقادات په پوپول ووه نومي کتاب کې راټول شوي دي چې تر ټولو مهمه کیسه یې د (ستر طوفان) ده ددوي داعتقاداتو له مخې دخدایانو خدای دتمدن دلمنځه وړلو دپاره يو ستر طوفان راولي چې هرڅه نیست او نابود کړي ( زمونږ داسلام او د عیسي مذهب لرونکي معتقداتو کې هم ددا ډول ستر طوفان یادونه شوې ده خو په دې دينونو کې دا ستر طوفان د نوح دطوفان په نوم یاد شوی دی ) د مایا داعتقاداتو له مخې دا ستر طوفان دنړۍ دپاي ورځ ده او ددې دپاره هغوي په خپله جنترۍ کې يوه ځانګړې ورځ ټاکلې ده چې هغه د روان کال ۲۰۱۲د ډسمبر میاشتې ۲۱ نیټه ده چې دجمعې دورځې سره يې سمون خوره( په اسلامي اعتقاداتو کې ویل کيږي چې قیامت به د جمعې په ورځ واقع کيږي ) همدا ډول دا شپه دیلدا شپې سره هم نږدېکت لري کومه چې دموسم تر ټولو ستره شپه ګڼل کيږي دیلدا شپې په اړه هم ویل کيږي چې په پخوانيو زمانو کې دا ورستۍ شپه ګڼل کېدله او فکر کېدلو چې بیا به نه ورځ کيږي
وخت چې ساینس پرمختګ نه و کړی نو دیلدا شپه چې دموسم تر ټولو اوږده شپه شمارل کيږي په اړه به يې فکر کېده چې دا دنیا ورستۍ شپه ده نو له دې کبله به يې په دې شپه ښه خواړه ، دعیش اوعیشرت ، ښه محفلونه نیول او شپه به يې له دې کبله رڼوله چې کله به دنیا ړنګيږي ، اما چې کله به سهار شو او لمر به راوخته نو خلکو به خوشالي پېل کړه او لمر ته به يې چکچکې وکړلې ، دا رواج تر ډيره دجاپان او چين په څنډو کې دود و چې اوس هغه سیمې  په شمالي او جنوبي کوریا پيژندل کيږي

نو دا ټول هغه قراين و چې په ريښتيا یې هم خلک يو څه اندېښمن کړي و

دا نیټه ده د جنتري دحساب له مخې ورستۍ ورځ ګڼل کېدله د مایا تمدن په دغه جنترۍ کې ۵۱۲۵  زره کلونه لیکل شوي و چې د۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشتې په يویشتمه نیټه پای ته ورسېدل او ددې نېټې پوره کېدل په دې مانا و چې قیامت یا ستر بدلونونه په نړۍ کې رامنځته کيږي .

اوس نو راځو دې ته چې ددغه نظريې اغېزه د حافظ همیم جلالزي په نظم کې څومره ځای نیولی دی په دغه نظم کې چې (زه بېرته پاتې شوم فرمان د هجرت وځنډيده) نومي نظم کې څومره جوت دی

په دې نظم کې شاعر پېل له هغه افواهاتو کوي چې ګوندې ریښتیا قیامت راتلونکی دی او دا نړۍ به ړنګه شي ، شاعر په دې نظم کې ددې افواه درواني فشار لاندې راغلی دی او ځان دپاره نیټه لیکي چې په دې ورځ به نو دنیا ختميږي دهغه دپاره شاعر په کتابچه کې تاريخ لیکلی دی او انتظار باسي چې کله به ددې دنړۍ تخته اوړي او په دې لاندې بندونو کې پرې دغه سېوری ښکاري

پرون مې وخت د لمر ختو کړ سم سهي په نښه

د ساعت لويه عقربه تر شپږو لږ تېره وه

د کتابچې پر يوه پاڼه مې دقيق وليکو

ما وې چې هېر مې نه شي زړه کې مې پرته وېره وه

 لمر چې راخوت زه  په کړکۍ کې منتظر ولاړ وم

ما وې وروستی ځل به داستړې څېره ګورمه نن

سبا به هسې هم نه لمر وي نه به سترګې زما

د اوو رنګونو دا وروستۍ منظره ګورمه نن

لمر د پخوا په څېر را وخوت سره سکروټه غوندې

رو رو راهسک شو، درنګ شېبه يې برېښولې سترګې

زه پوهېدم چې دا څېره به بيا زه و نه وينم

خو زه مجبور وم ما به اوس ترې اړولې سترګې

ځای ته راستون شوم، يوه ژوره ساه مې واخيستله

لکه له ډېرې ستړيا وروسته چې ارام شي سړی

فکر مې وکړ چې د ژوند وروستۍ ورځ هم پيل شوه

همدغه وخت دی چې پخپل ځان کې تمام شي سړی

 د ټيليفون ساعت مې سم کړ د سهار هغه وخت

چې د وروستۍ ورځې لمر څېره پکې ووهله

ما وې سبا به دغه وخت د قيامت پيل وي

زه به بيدار يم، که مې چېرته دا صحنه کتله

خو اوس چې نیټه بېښي رانږدې شوې ده او دشاعر په نزد ددنیا دورانېدلو ډيرې کمې شېبې پاتې دي دشاعر په لاشعور کې هغه تصویرونه راټوکيدلي کوم چې ددې قیامت په راتلو سره پېښېدونکي دي ، شاعر انسان دی او دانسان په حیث دهغه په لاشعور کې يوه پټه ویره ده هغه فکر کوي چې زما به لاس چرته وي ، زما به وجود چرته خور پورت وي ، زما ملګري به چرته وي او زما دژوند ټول اسباب به چرته ځي

دا هغه سوچ دی چې زمونږ شاعر یې ددنظم په دې برخه کې تر خپل رواني فشار لاندې نیولی دی او مونږ ته يوه تصویري صحنه په مخ کې غوړوي . 

د شپې مې ځان سره حساب د ښو او بدو وکړ

ياران مې يو يو لکه فلم تېر په ذهن کې شول

د زندګۍ خواږه ترخه مې پرتله کړل سره

ډېر څه چې هېر مې و، نن بيا برسېر په ذهن کې شول

ژوند يوه دښته و، زه ورک پکې تر اوسه ومه

مينه يو خوب و چې تر سترګو بهر نه ښکارېده

غم مې نصيب غوندې تر اوسه ملګرتيا کوله

د خوشالۍ خو پکې نښه اثر نه ښکاريده

ما وې وروستۍ شپه ده سبا به دمه کېږمه لږ

زړه به مې چاته انتظار نه وي له دې وروسته

زه به مجبور نه يم چې وايې خلم پر لوڅو اوږو

ژوند به د وچو اغزو بار نه وي له دې وروسته

سبا قيامت دی، سبا هرڅه ښايي پای ومومي

سبا به نور غمونه نه وي، بس په ځان به يمه

سبا به هر څه ته په بل انداز کې ګورمه زه

سبا زما لومړنۍ ورځ ده چې انسان به يمه

سبا قيامت راځي، سبا به رانه ډېر څه هېر شي

سبا به نه وي انتظار، سبا به زړه نه خورمه

د چا د هو او نه سزا به راته نه رسېږي

سبا به نه وي خپل اختيار سبا به زړه نه خورمه

دا هغه ورکه سودا ده چې شاعر يې په مخه کړی دی او چې څومره سهار ته نږدې کيږي نو دسوچونو په ګرداب لاهو کيږي ، شاعر هغه ټول وسایل او شیان ځان ته را مخامخ کړل په کومو پورې چې دده زړه تړلی دی او دا دانسان خاصیت هم دی چې دکومو شیانو سره يې ډيره مینه وي دسختې پر وخت هم هغه وریاديږي تاسې وګورۍ کله چې مونږ لګ دردمند شو نو زیاتره مو خولې ته د مور نوم راځي ، نو شاعر دپاره هم یوه سخته لمحه ده ځکه چې هغه څه له لاسه ورکوي په کوم پورې يې چې زړه تړلی دی او دهمدې سودا یادونه په خپله وړاندې کوي

دغې سودا به زه ترکومه ويښ ساتلی ومه

خو ويده شوی وم او ټوله شپه ژور ويده وم

يو څه خوبونه مې هم ولیدل ګډ وډ خوبونه

راويښېدم هم کله کله خو اکثر ويده وم

خو ددې سودا سره سره هغه ویده کيږي او سهار يو ناڅاپي را ویښي خو چې سترګې غړوي نو دنیالا هم دغويي په ښکر ولاړه وي ، لاهم لمر له کنډوه راپورته کيږي او ترې مخکې د زرینو وړانګو کاروانونه راشي  

سهار ناڅاپه يوه غږ راويښ کړم ژر راياد شول

دا هغه وخت دی چې پرون پکې لمر څرک وواهه

نن به لمر نه وي نن به پيل د قيامت وي دا وخت

زړه مې په درز ځان له کوګله سره کلک وواهه

 زه منتظر وم ما وېل اوس به نو تياره خورېږي

اوس به لمر تندر نيسي اوس به سپوږمۍ هم پټه شي

زه به خپل ښی او کيڼ لاس نه وينم چې چېرته به وي

زما له سترګو به چاپېره نړۍ هم پټه شي

 خو تر ټولو مهمه برخه ددې نظم له دې وروسته شروع کيږي چرته چې شاعر سترګې غړوي او نړۍ ودانه وي نو غمجن شي ، دا په دې نظم کې تر ټولو مهمه او ډراماتیکه صحنه ده ، په ځای ددې چې شاعر خوشاله شي ځکه چې نړۍ يې له ړنګېدلو بچ شوې ده برخلاف شعر خفه کيږي

په دې ځای کې شاعر مونږ ته خپل پیغام راکوي او په دې مو پوهوي چې مونږ پخوا کله په راحت کې ژوند تېر کړی دی چې اوس به له دې قیامت څخه غمجن شو ، شاعر مونږ ته دا پېغام راکوي چې ددې قیامت راتلل اړین دي ځکه چې دده ناخوالې ناخوالې ژوند به بدل کړي خو دشاعر هیلې اوبه وړي ځکه چې داسې ونه شي او دا دقیامت قیامت لمحو په غېږې پاتې کيږي

کړکۍ کې ودرېدم بيا مې لمر ته وکتله

دنيا هماغسې روښانه وه، تغير يې نه و

يو څو شيبې وروسته لمر هم تر غره راپورته شو سم

د پرون ورځې له هغه سره توپیر يې نه و

لمر ښه راهسک شو، مګر نښې نښانې د قيامت

ورسره نه وې، قيامت نه شو قيامت وځنډېده

زما اوږې د ژوند له لويه پيټې سپکې نه شوې

زه بېرته پاتې شوم فرمان د هجرت وځنډيده

ددې نظم په پس منظر کې مونږ ته دهغه ستړي انسان تصویرونه ښکاري چې ددې دنیا له ناکړدو ستړی شوی وي او دتېښتې په لټه وي ، په دې ځای کې په شاعر ( وجودي) اغیزه خوره شوې ده چې هغه له ژونده د بې زارۍ په بڼه را مخ ته کيږي د( وجودیت) دفلسفې له مخې انسان له ازله تر دې دمه په ناخوالو کې ګیر پاتې دی او پخې لاسونه یې تړل شوي دي ، دوجوديت فلسفه چې سارتر يې ستر سالار دی دا راښايي چې انسان د جبرونو ښکار شوی دی او له هر لورې د بندیزونو سره مخ دی نو ځکه ددې فلسفې نظریې له مخې دنیا ورته بې مانا شی ښکاري او له دې دنیا تېښته ورته دسکون دمنزل په لور يوه روښانه قرينه ښکاري

زما په شخصي نظر په پښتو نوې او ځوانې شاعرۍ کې دا نظم د وجودي کرب يوه په زړه پورې نمونه ده اوپه پښتو نظم  دوجودیت دفلسفې د اثراتو په مثالونو کې يې یادولی شو دوجوديت دنظریې اغیزه دنوۍ شاعرۍ یو وصف او پيژندګلو ګڼل کېدلی شي نو په دې اساس دا نظم مونږ دنوي شعري مزاج دیوې نمونې په توګه وړاندې کولی شو

پاي 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics