Atrang

نقاد،نقد او قضات

06.01.2013 09:51

 دنقد په اړه چې تر اوسه څومره نظریات رامنځته شوي او مشهور شوي دي زیات او کم هره نظریه راته وايي چې نقاد باید په يوه فنپاره دنقد پر وخت خپل مالومات دفنپارې په اړه بشپړ کړي او له هغه ورسته بیا دنقد په دریځ ودريږي

په دې برخه کې دا هم ویل کيږي، چې نقاد باید دومره پوهه ولري چې ديوې فنپارې جاج واخیستلی شي

دا ډول تاکید ددې دپاره کيږي چې دقضاوت پرمهال نقاد له تېروتنې څخه وساتي، خو دقضاوت دټکي سره به یو شمیر زیرک لوستونکي سم د واره  دا سوال هم کوي چې نقاد اخر ولې دقضاوت په تخت کېښني ؟

 زما لوستونکي به دا پوښتنه هم کوي چې نقاد کوم قضاوت کوي آيا داویره به نه وي چې چرته دخپل ذوق له مخې دفن پارې سره چلند وکړي ؟

داپوښتنې په خپل ځای له اهمیت څخه خالي نه دي ولې چې په دې کې یو شمېر ټکي او جملې داسې دي چې مونږ سره د عنوان په وضاحت کې پوره مرسته کوي

لومړی راځو دې مسلې ته چې نقد ولې کيږي؟زما په نظر دنقد کار یواځې دا نه دی چې نقاد دې مونږ ته دنقد پر وخت داړوندې فنپارې یا موضوع په اړه مالومات وړاندې کړي زه خو وایم چې دا کار دنقد پر ځای څېړنه ښه کولی شي په څېړنه کې څېړونکی مونږ ته دمالوماتو خورجین په مخ کې غوړوي

خو نقاد بیا بله وظیفه لري، هغه په خورجين کې د پرتو توکو چاڼ کوي او ښه بد موضوع راته سپړي خو ښه بد اخر په کوم اساس؟ هغه کومه پیمانه ده چې مونږ پرې دښه او بد تو پیر کو؟

داخو مونږ له اوله روښانه کړه چې نقاد باید دفن پارې په اړه زیات مالومات ولري، هرکله چې نقاد دفن پارې په اړه دمالوماتو ښه زیرمه ولري نو هغه کولی شي چې دلیک ارزښتونه مونږ ته روښانه کړي په دې او ددې ارزښتونو دتعین پیمانه دنقاد خپل ذوق دی

خو لیکوال دې دنقاد له ذوقه نه ویريږي دا  ځکه، څنګه چې نقاد له یو عام لیکوال څخه توپير لري نو ذوق يې هم همدا ډول دی، که چرته لیکوال خپل ځانګړی ذوق ونه لري نو هغه بیا دځانګړي نقد وړتیا هم نه لري او چې دا خاصیت پکې نه وي نو بیا ورته پکار نه ده چې دنقد د صراط مستقیم په پل مزل وکړي

دا دنقاد کار نه دی چې هغه لکه دمداري په څېر یواځې بازار ګرم وساتي او فن پارې ته تاوده تاوده سوداګریز اعلانونه وړاندې کړي

 زما په خیال داسې وخت نقد له نقده زیات تشریح شي کوم چې دیوېشتمې پیړۍ داصولي نقد نه لرې کار دی البته دتبصريز نقد يوه بڼه ده خو په تبصريز نقد کې هم دنقاد خپل ذوق او دخپل ذوق په اساس پرېکړه شامله وي

زه بیاهم لوستونکو ته دا اطمنان ورکوم چې هغوي دې د نقاد له ذوقه نه ویريږي، نقاد دهمدې ټولنې یو وګړی دی اودهمدې اسمان لاندې ساه اخلي او زمونږ له ذوقونو او ارزښتونو سره به ډير بنیادي توپير نه لري

دنقاد ذوق یواځې دومره توپير لري چې هغه به ثابت وي په دې مانا چې حقیقت لره په نږدې وي او کومې پرېکړې یې چې پر اساس کيږي هغه یو طرفي نه وي

نقاد چې دعلم او پوهې په اساس د يوې ټولنې په لوړ پوړ کې ځای لري نو دهغه ذوقي کچه به هم لوړه وي او په هغه کې به ډير څه په نظر کې نیول شوي وي

دذوقونو درجه کول به مې کوم بدعت نه وي کړی ځکه چې لوړ ذوق په ادبیاتو کې ارزښتمنه مسله ده دادبي ارزښتونو په ټاکنه کې همدا لوړ ذوقونه مهم رول ادا کوي، کله چې دیو دور ادبي ارزښتونه ټاکل کيږي نو اساس يې همدا لوړ ذوقونه وي ځکه ، چې مونږ د ټيټې کچې په ذوقونو باندې کله هم باور نه شو کولی

دهغوي د ژوند ضرورتونه او دموجوداتو په اړه دهغوي نظراو غوښتنې هم هغسې وي لکه څنګه چې هغوي په ذهني توګه وي، ذوق هم د ذهني ودې سره اړیکه لري دزیاتې پوهې خاوند ذوق هم لوړ وي او دیو نالوستي انسان ذوق هم دهغه دکچې وي

په ادبیاتو کې که مونږ د ذوقونو طبقاتي نظام ته غاړه ټيټه نه کړو نو کله هم دارفعیت سوچ نه شو کولی تاسې وګورۍ په ښار کې یو موټر چلونکی يو ډول موسیقي اوري په کلي کې یو بزګر بل ډول موسیقي اوري او یو لوستی انسان بل ډول موسیقي اوري

مونږ چې کله هم دموسیقۍ دځای ځایږي په اړه پرېکړه کوو نو دا ټول حالتونه مو په نظر کې وي ځکه چې دژوند ضرورتونه اوتصورات بدل دي اوله همدې لارې مونږ دهغوي د ذوق ژورو ته ور کوزيږو

نقادچې دفنپارې په اړه یې دهغې له لیکوال څخه مالومات زیات وي په داسې وخت کې به دهغه ذوق هم یو ځانګړی ځای لري ځکه چې همدا لوړ ذوق که دهمدې ټولنې څخه وجود مومي خو بېرته په همدې ټولنې باندې اغېزې هم شيندي او دهمدې اغېزې په بنیاد باندې ذوقونه وده کوي

ذوق هم کوم جامد شی نه دی بلکې په ټولنه کې وده مومي له ځنې حالتونه نه دا اغیزمن کيږي او ځنې حالتونه له دې اغیزمن کيږي تاسې وګورۍ ډير وخت به مو یو شۍ خوښيږي اما کله چې دهغه په اړه مالومات تر لاسه کړۍ نو لیوالتیا به مو ورسره کميږي

یابه مو یو شۍ ښه نه راځي خوکله یې چې په اړه فکر وکړۍ او غور پرې وکړۍ نو لیوالتیا مو ورسره زیاته شي دا ددې خبرې دلیل دی چې ذوقونه وده مومي او په ادبیاتو کې دا دنده د نقاد په غاړه ده چې باید د ټولنې ذوقونو ته وده ورکړي نه داچې د درېمې درجې دذوق لرونکو ډلې ته راکوز شي

او دا کار نقاد هله کولی شي چې دټولنې په فن پارو نقد وکړي او په اړه یې ټولنې ته یو قضاوت وړاندې کړي او دنقاد دا قضاوت دومره اغېزه لري چې که له احتیاط نه کار واخلي نو دخلکو ذهنونه بدلولی شي ددې دپاره ضروري ده چې کله نقاد غواړي په یوه فنپاره باندې نقد وکړي دهغه ښه او بد چاڼ کړي نو دریمه مرحله کې هغه باید دا وړتیا ولري چې یو مناسب قضاوت د فنپارې په اړه وکړي

نقاد ژورنالیست نه دی، چې یواځې دې دنورو خلکو په نظرونو تکیه وکړي او یواځې مالومات دې خلکو ته وړاندې کړي او پرېکړه لوستونکي یا اورېدونکي یاکتونکي ته پرېږدي

نقاد به لوستونکی په دې ذهني کشمش کې نه اچوي چې هغه څه وکړي ددې دپاره به نقاد خپل قضاوت کوي او دارزښتونو په رڼا کې به دفنپارې ناپ تول کوي

په دې ځای کې خو به لوستونکي ته د لټون یوه ډيره اسانه لاره په لاس هم ورغلوي که چرې هغه د نقاد له قضاوت څخه خوښ نه وي نو هغه به ضرور د فنپارې په اړه سوچ کوي،او هڅه به کوي چې دفن پارې په اړه باندې خپل نظر هم راجوړ کړي، دخپل نظر جوړولو له پاره به هغه يو شمېر داسې دلایلو باندې هم غور کوي چې دنقاد قضاوت ته یې وړاندې کړي او دخپل نظر دپاره یو جواز پيدا کړي

هرکله چې په یو لوستونکي کې دومره حرکت پيدا کړي نو دا د ذوق دپرمختګ پیل وي او بیا چې هغه دخپل نظر په اړه باندې څومره فکر کوي هغومره يې استدلال منطقي کيږي او کیدی شي په داسې وخت کې لوستونکی ډير ښه څه وړاندې کړي

که نقاد دفنپارې په اړه قضاوت نه وي کړی او یواځې تشريح کوي نو لوستونکو ته خو به يې مشکلات رامنځته کړي وي نه کومه اسانتیا.

 ځکه، چې لوستونکی د ذهني کشمش سره مخ کوي او دا لاره ترې ورکه وي چې هغه په دې وخت کې څه وکړي په څه باور وکړي اوڅه رد کړي، چې دا کار به زما په خیال دنقد ارزښت راکم کړي

خو البته له نیم پوخته نقادانو نه دا ویره هم شته چې دقضاوت په تېره چاړه څوک بې ځایه حلال نه کړي له بده مرغه په پښتو کې دا کار بېښي ډير دی ولې چې دلته قضاوتونه اکثره په پټوسترګو  کيږي، هغه قضاوتونه چې بې له پوره علمه په یوې فنپارې کيږي نو ستونزې جوړلوی شي، دبېلګې په توګه دنوې شاعرۍ په اړه مې یوه لیکنه لوستله نو کله چې هغه دپښتونخوا او دسهیلي پښتونخوا دنوې شاعرۍ له تاريخی شالید او روان بهیر دتحلیل او تجزیې نه وزګار شوی نو په افغانستان کې دنوې شاعرۍ په لوړو ژورو پسې ګرځي او وايي په افغانستان کې فلانکي فلانکي او عبدالحی حبيبي نوې شاعرۍ ته ډير کار کړی دی

نو هغه وخت مې فکر کاوه چې که ددې لیکوال مالومات پوره وی نو کله يې هم دا ډول پرېکړه نه کوله، ځکه چې نوي شاعري په افغانستان کې حبیبي مرحوم ته منسوبول دهغه له مقام سره زیاتی دی او هغه پسې ددروغو مقام تړل دي، زما په خیال هغه لیکوال (زه یې نوم دمصلحت په اساس نه اخلم) هڅه کوله چې خپله لیکنه بشپړه کړي اما هر کله يې چې مالومات بشپړ نه و نو قضاوت یې هم بې ځایه و، که هغه په افغانستان کې دشعري نوښت په اړه غږېدلی او مالومات ورسره وی نو هغه به خامخا دا لړۍ د ارواښاد مجروح څخه شروع کړی وی او بیا د کاوون طوفاني ، صدیق پسرلي، اسحاق ننګیال، جهاني، مصطفی سالک، پیرمحمد کاروان،پروين ملال،غفور لیوال، عبدالله پېکار، اجمل اند او عزت الله شمسزي پورې را غزولی وی خو دمالوماتو د نه در لودو له کبله هغه په افغانستان کې دنوې شاعرۍ په برخه کې دتیندکونو سره مخ شوی دی .

خو که نقاد خپل منصب ته ریښتینی وي نو په دې باید پوه شي چې دفنپارې په اړه دهغه قضاوت باید هغه ټول ارزښتونه په پام کې نیولي وي کوم چې دهغه په روانه زمانه کې دود وي دهغه قضاوت باید دومره متوازن وي چې دهغه وخت ادبي ارزښتونو ته تاوان ونه رسوي او نه هم دهغه لوړ ذوق لرونکو دپاره پيغور شي او په نتیجه کې د ادبي ذوق د ودې سفر په ځای ودريږي

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics