Atrang

(ته زما ټوله شاعري يې) د ذات د اظهار هنداره

09.03.2013 14:38

د اتلسمې پیړۍ په پیل کې عقلانیت په هنرونو کې دومره مهم عنصر وګڼل شو چې د کلاسیک ادب يوه پراخه برخه یې تشکیلوله. عقلانیت پلوو په هر څه کې د عقلاني منطق د کتلو هڅه کوله او کایناتو ته یې د یوې منظمې او په اصولو ولاړې زاویې او لید لوري په عینکو کې کتل.

په اتلسمې پيړۍ کې د ماشيني اختراعاتو او پرمختګونو اغیزو د انسان په ذهن هم نه هیریدونکې تاثرات پرېښودل او انسان خپل ځان او په کاینات کې موجوده تناسب ته ځیر شو. انسان د خپل ژوند دلاښه تنظیم لپاره یو شمير اصول وټاکل او په دې باوري شو چې فطرت د ځانګړو عقلاني منطقونو مظهر دی، د عقلاني منطق له دودېدو سره د کلاسیکیت نظریه لا پسې پیاوړې شوه او په ادبیاتو او هنرونو کې يې خپلې ریښې وغځولې، او نوي ارزښتونه د کلاسیکت د اصولو په رڼاکې رامنځته شول.

خو د اتلسمې پيړۍ په ورستيو لسيزو کې انسان له دې بندیزونو او پابنديوڅخه تنګ شو، انسان چې په فطري توګه ازاد او له قید او بنده بې پروا پېدا شوی دی کله په دومره محدودیتونو کې ژوند تېرولی شي، دا سمه ده چې دژوند تنظیم او جوړښت کې عقلاني منطقونه پوره ونډه لري خو دانساني ژوند يو بل اړخ چې هغه د جذباتو او احساساتو نړۍ ده هغه هم څه ارزښت لري، خو دکلاسیکیت دور دې ته اجازه نه ورکوله، دا نه چې هغوي دې اصل ته پاملرنه نه کوله خو هغوي د ژوند دا اړخ دعقل تر پردې لاندې ساتلی و، هغه وخت انساني جذباتو ته دعقل دیوالونه ودرول شوي وو او احساسات د کلاسیکیت په شيشه يي بوتل کې بند شوي وو.

داتلسمې پيړۍ دورستيو لسيزو د ذهني او فکري بدلون په شا دانسان رومانوي خوبونه دتعبیر په درشل ولاړ و او همدا لامل و چې  رومانویت د کلاسیکیت په مقابل کې  ديو خوځښت په توګه ځای خپل کړ.

ددې خوځښت بنسټګرکه څه هم( روسو) یادیږي خو  ورډز ورته­ او کالرج بیا هغه لیکوال دي چې ددې فکري مکتب دخط او خال په پیژندګلو کې يې لوۍ لاس درلود او د همدوي له لیکنو څخه په منظم ډول د کلاسیکیت په مقابل کې د رومانیت لاره بيله شوه اویو شمير ځانګړي اصول ورته وټاکل شول.

. په دغه اصولو کې یو مهم عنصر د ذات اظهار و. او د (ذات اظهار) عنصر دومره په زړه پورې  و چې د کلاسیکیت په په پرتله یې خلک د رومانويت منلو ته وهڅول.

له دې مالومه شوه چې په ادبیاتو او هنرونو کې د ذات اظهار درومانوي ادب يو اصل دی او چې داسې ده نو زه به هڅه وکړم ترڅو د ښاغلي غفور لیوال په (ته زما ټوله شاعري يې ) ټولګې کې دهمدې اصل په تناظر کې درومانوي طرز فکر په څرنګوالي اودرومانوي خصوصیتونو او ځانګړتیاو پسې وګرځم او وکولی شم د ښاغلي لیوال د ذات د اظهار هنداره لوستونکو ته ورښکاره کړم.

پورته مې یادونه وکړه چې د رومانوي ادبیاتو یو مهم عنصر د ذات اظهار دی خو کیدی شي لوستونکو سره مې دا پوښتنه پيدا شوي وي چې د ذات اظهار څه مانا ؟                   کله چې مونږ دا تسليم کړو او ومنو چې په نړۍ کې هر فرد ددې کایناتو یوه مهمه برخه ده او د کایناتو د تنظیم یوه ستنه ده نو د (ذات اظهار) په مانا او ارزښت خپله پوهيدلی شو. په فردي توګه هم انسانان دژوند او کاینات په اړه بیلابېلې مفکورې لري او د پېښو پر وړاندې خپل خپل غبرګونونه لري، کله چې یوهنرمند انسان دغه غبرګون دخپلو تجربو په اساس څرګند کړ هغه د ذات اظهار دی.

په رومانوي ادبیاتو کې همدا عنصر وينو چې رومانوي شاعران په خپل ځان بندیز نه مني، دخپلو جذباتو او احساساتو اظهار په ښکاره توګه کوي، رومانوي شاعران دهر ډول ټولنیزو اغیزو پرته د فردي اغیزو په سمندر لاهو کيږي، درومانوي شاعر لپاره دهغه ټولنه دهغه په ذات کې پټه وي او څو یې چې د خپل ذات وجود نه وي را څرګند کړی دهغه ټولنیز وجود بې مفهومه وي او دا هغه وخت شونې ده چې د هغه پر وړاندې هیڅ ډول خنډ او دیوال نه وي ولاړ بلکې هغه ازاد، باغي او خودسره وي څه چې ويل غواړي څنګه چې احساسوي هم هغه ډول اظهار کوي. همدا ځانګړنه ده چې زه یې دلیوال شاعرۍ ته لیواله کړم.

ښاغلی غفور لیوال په خپلو تخلیقيونو کې مونږ ته دخپلو فردي احساساتو او جذباتو خبرې کوي او ځان یې په خانو او دمحدودیتونو په حصار کې نه دی تړلی او ددې یوه ډيره ښه بېلګه دهغه خپلې هغه خبرې دي چې د(  ته زما ټوله شاعري يې ) په پیل کې یې کوي او خپل مخاطب راپيژني او هغې سره دخپلې ډيرې مینې داظهار له پاره له دې بله پوره ، بشپړه او مناسبه جمله نه ويني چې ورته وايی (ته زما ټوله شاعري يې ) همدا ډول دښاغلي صدیق الله بدر په یوه لیکنه کې مې د ښاغلي لیوال دا خبرې هم وکتلې چې(( مخكې له دې، چې دا ژوند سم وپېژنم، مخكې له دې چې دا لوړې او ژورې وپېژنم او حتى مخكې له دې، چې ځان وپېژنم، مينه مې وپېژندله. دې بې پيرې داسې د احساساتو، عواطفو او يو ډول عاطفي ژوند په لومو كې ښكېل كړم، چې بيا ترڅو د هنر او عاطفې نورو صيقل شويو اړخونو ته مې فكر كېده، د شعر سېلاو په مخه كړى او وړى وم، چې لا تراوسه مې هم د ژوند د واقعيتونو د عقلي او منطقي ساحل نه دى موندلى.))

دهمدې دوه اقتباسونو څخه چې زه یې د ښاغلي لیکوال د (ذات داظهار) ښه بیلګه ګڼم مونږ دهغه په رومانوي طبعه باوري کېدلی شو او له ښه مرغه دا ځانګړتیا مونږ ته دښاغلي لیوال په شاعرۍ کې بیخي زیاته په مخه راځي.

د ذات داظهار یا د فردي ازادۍ نه دې کله هم څوک دا مانا نه اخلي چې ګني په رومانوي طرز اظهار کې به د بیان ټول حدونه مات کړلی شوي وي حمزه بابا په خپل یو شعر کې وايي:

ازادي لار د مخلوق نصیب کې نشته

خالق خپله د تخلیق په کار پابند دی

ددې ټولو ازادېو سره سره  دبیان او اظهار طبعي والی ډير مهم دی او دا صفت دلیوال په ټوله شاعرۍ کې غزونې کوي چې نمونه یې په (تصویر) نومي نظم کې ستاسې په مخ کې ږدم

دشپې په تور بخمل

دستورو دپاولیو

ځلا څنګه ښکاري؟

ګوندې تصویر به یې کړم

که ته لمدو زلفو نه څاڅکي دباران تویې کړې...... (ته زما ټوله شاعري یې مخ ۷۳)

په دې نظم کې که مونږ د لمدو زلفو په  شالید او د باراني څاڅکو د علامتي پس منظر په اړه مالومات ولرو نو ددې نظم دباغیانه اظهار په اړه ښه قضاوت کولی شو. دلمدو زلفو ترکیب او باران درومانوي طرز فکر او اظهار عمده وسیلې دي او دا دواړه دلیوال صیب په شاعرۍ کې ښه پریمانه دي. په یو بل ځای کې د (سفر) په نوم په نظم کې وايي

یاديږي هغه ورځ مې چې باران دواړه لامده کړو

او پاسته باد ستا دلمدو زلفو په ولونو کې وهلې ګوتې ......(مخ ۷۷ته زما ټوله شاعري يې)

د ذات اظهار تر هغې امکان نه لري څو چې تخلیق کونکی دخپلو جذبو او احساساتو په اظهار کې پوره صادقه نه وي او دا مرحله يې په پوره شدت سره راپورته کړي نه وي. داسې هم ویلی شو چې رومانوي طرز اظهار دا شرط لري چې دتخلیق کونکي دتخلیقي مرحلې په وخت به دجذبې شور او زوږ ښه په غورځنګونو وي او دد ښه مثال(هرڅه سم دي) نومي نظم کې مونږ کتلی شو په دې نظم کې يوه بله ځانګړه داهم راته ځان راښکاره کوي چې دشاعر په داخل کې یو کشمش وجود لري او هغه دشک او یقین په درشل ولاړدی، خو په دې نظم کې له سره تر اخره په شاعر یو داسې کیفیت خور دی چې مالوميږي د درد زنځير به یې اواز تړلی و اوبیا د خپلې همدې داخلي تجربې اظهار هغه په دومره جذباتي انداز کې کوي چې دتخلیق کونکي د ذات ټول رازونه راباندې منکشف کړي .... یوازیتوب!

لکه دمرګ تجربه

لکه له تانه لرې

لکه په ښکلې هدیره کې ویده

لکه له څانګې را پرېوتې پاڼه

لکه له خېله ورکه شوې زاڼه

لکه له هر څه خالي ............(مخ ۲۷۴ ته زما ټوله شاعري يې)

په دې نظم کې له پیله تر پایه شاعر د جذبو په یو داسې سمندر کې مزل کوي چې لوستونکی هم له ځانه سره د موجونو په مستۍ کې لاهو کوي

په دې نظم کې ښاغلي لیوال داظهار یوه داسې پرایه خپله کړې ده چې په حقه مانا ورته د جذبې د شدت یوه نمونه ويلی شو د ادبي (ارفعیت) په نظریو کې د جذبې سپېڅلی او بې باکه اظهار یو جز او وصف ګڼل کيږي او په دې کتاب کې دا وصف ښه پریمانه په نظر راځي. دجذبې شدت یا د پرجوشه اظهار په پس منظر کې په حقیقت کې تخیل پراخه رول او اغیزه لري، تخیل انسان ته موضوع ډيره مهمه کړي او په اړه یې نوي تصورات انسان ته ورکړي چې له همدې امله نوې جذبې زیږیږي او څومره چې دتخیل قوت او رول اغیزمن او ځواکمن وي نو هغومره داظهار بڼه پرجوشه وي او درومانوي خوځښت سرلاري پرجوشه اظهار دروماني ادب ځانګړتیا بولي.

ښاغلی لیوال په خپلو نظمونو کې دتخیل نوی جهان ابادوي، نوي موسمونه تخلیقوي او د لوستونکي په ذهن کې نوی چاپیریال جوړوي چې دا د یو اختراعي ذهن خصوصیت دی (ته زما ټوله شاعري يې) سره له دې چې نظمیه برخه یې زیاته ده او په نظم کې دخیال په پرتله دفکر اړخ یې قوي وي او خوند هم ورسره کوي ځکه چې په نظم کې دتخلیق کونکي دپاره د تخلیق ځمکه پراخه وي او کولای شي چې يو فکر په ډير ښه شان سره بیان کړي خو کله کله یواځې فکري خوا راخیستل یا خپلول دنظم هنر کمزوری کوي له دې ستونزې نه دخلاصون لاره دتخیل سره اړیکه ټینګول ښه لاره ده ځکه چې خیال سره له دې چې دانسان په ذهن کې نوی چاپیریال تخلیق کوي همدا ډول دژوند له حقیقتونو نه سرچينه هم اخلي چې دتخلیق په مقصدیت کومه بده اغیزه نه کوي بلکې رنګ او ښکلا ورکوي.

زمونږ دې ښاغلي شاعر دتخیل له دې رغنده عمل نه پوره پوره ګټه اخیستې ده او خپل شعر ته یې تازګي پرې وربخښلې ده

دعشق دازادۍ فصل

پخوا مینان

دچا دزلفو په حلقه کې بند وو

نن

زه دا ستا دتورو زلفو له خوځښت سره

هوا ته وځم

عشق له پېړیو وروسته

دازادۍ پر لورې ګام اخلي

ستا زلفې باد سره نڅا کوی

څپې څپې

دخدای دربار کې نوم دازادۍ

یادوي ........... ۲۶۴مخ (ته زما ټوله شاعري يې)

درومانوي مکتب فکر له ځانګړتیاو څخه یوه هم ماضي پرستي ده، ددې فکر څښتن لیکوال دخپلې تېرې ماضي سره زیاته مينه او لیوالتیا لري او ټولې په اجتماعي لاشعور کې دخورو ورو شیبو په ترسيم کې یو ځانګړی کیف محسوسوي.

زه په دې باور یم چې د ذات اظهار لپاره تر ټولو ښه پړاو د (حال) دی، خو (حال) په هوا کې عمارت نه دی چې بې بنیاده دې ولاړ وي حال د تېرې زمانې په بنسټ دريږي او مستقبل لپاره دروازه پرانیزي د رومانیت پلوه تخلیق کونکو په ډله کې دماضی خوښونه یو نه هیرېدونکی عنصر دی، ځکه چې مونږ کله هم ددوي فکري تجزیه کوو نو ددوي فکري ماډل په ماضي ولاړ وي.

په هغه وخت کې چې انسان دعقلانیت په لومو کې نښتی و د تخلیق کونکي له پاره دا يوه ښه لاره وه چې هغه د زمانې له محدود چاپیریال څخه ووځي، هغه چې په خپل (حال) بې باوره و نو له مستقبله یې ډیره تمه نه لرله، بس یواځې د ماضي یوه داسې نړۍ ورسره وه چې دخپل زړه تسکین یې پکې کولی شو. ښاغلی غفور لیوال هم د خپل ناقراره زړه د تسکین او دخپل مضطرب شخصیت داظهار لپاره دقدامت پرستۍ فکري روایت نه دی مات کړی اودماضي د پرسکونه چاپیریال په رنګينو شېبو کې دخپل تخلیق له لارې دخپل ادبي شخصیت تصویر را روښانه کړی دی.

رومانیت پلوه تخلیق کونکي د ماضي په جزیرو کې ورکيږي نه بلکې هغوي دماضي دښکلو او رنګينو افسانو نه درڼا بڅرکي له ځانه سره راوړي او دژوند د تراژيديو اتلان په خپل لیک کې دیو ايډیال په توګه رامعریفي کوي.

دښاغلي لېوال په دې کتاب کې ددې موضوع اړوند مواد ښه پرېمانه دي او په دې دلالت کوي چې ښاغلي لیوال د ماضي له ورکو جزیرو نه د رڼا څراغونه له ځانه سره راوړي دي، چې ددې ښه نمونې په همدې کتاب کې د ارشاک او اوشاس، هوسۍ او لام او ایلینو منظوم داستانونه دي. په دې هریوې منظومې کې ښاغلي لېوال دخپل هنر زور ازمایلی دی او دخپل تخیل دلوړ پرواز اعجاز یې راباندې منلی دی، په دې کیسو کې یې ځانګړتیاوې زیاتره داستاني دي یواځې کیسه نه کوي بلکې د فطرت رنګینۍ هم راته راښايي، دخپلو داستانونو داتلانو له احساساتو مو هم خبروي او ديوې خوندورې شعري ژبې نه مو هم برخمن کوي.

په رومانوي ادبیاتو کې داستاني طرز اظهار ډير دود دی په پښتو کې دعبدالرحیم مجذوب په نظمونو، د غني خان په يو شمیر نظمونو دامین الله داودزي په نظمونو کې ډيرتر سترګو کيږي او دادی دا ځانګړتیا اوس زه دښاغلی غفور لیوال په (ته زما ټوله شاعري یې ) کې ګورم.

په داستاني طرز اظهار کې یواځې کیسه ګويي نه وي چې شاعر دې نقل راته وکړي بلکې ددوي داستاني طرز اظهار اتل لري اتل یې خپل مشخصات لري اوهغه دشاعر دخپل شخصیت سره ژوره ریشته لري.

په داستاني طرز اظهار کې توهم پرستي د یو مهم عنصر په توګه راخیستل کيږي او شاعر دانسان دلاشعور تیارو ګوډپیرونو کې ګرځي او د ورکې رڼا په لټون وي د هغه رڼا په لټون د کومې په تلاش کې چې خدای بخښلی بهاوالدین مجروح دخپل بې حسابه باارزښته کرکټر او دځان ځانې ښامار په وسیله د یوې سمڅې په وره کې ناست وي، د رومانوي ادب دا ځانګړتیا دانساني لاشعور پټ رازونه راباندې منکشف کوي او په دې مو پوهوي چې وخت په وخت دانساني ذهن په نړۍ کې څه ډول انقلابونه راغلي دي.

دایډیالزم عنصر دنیچرلزم روښانه تصویر دتوهم پرستۍ ښکلې بیلګې په دې کتاب کې زیاتې موندل کيږي خو په ارشاش اوارشاک منظوموکې او د لام ایلینو په سردونو کې په ښه شان سره راځي دقدامت پرستۍ اوايډیالزم یو ښکلی مثال په خپله د مکتبۍ نومي نظم هم دی په کوم کې چې زمونږ دې ښاغلي شاعر دبرکلي دصاحبزاده کرکټر تخلیق کړی دی، دکومو مشخصاتو سره چې دبرکلي صاحبزاده کرکټر ښاغلي لیوال تخلیق کړی دی زما په فکر دیو ښه رومانټيک ناول دپاره سالم هیرو دی او ددې کرکټرد ژوند د انځورولو پیغام انسان خپل سرشت ته ور ماتول دي د مکتبۍ په شونډو ادا شوي لفظونه دجذبو هغه سمندر دی کوم چې ښاغلی لیوال په زړه کې په موجونو لري او د برکلي د صاحبزاده چې د خپل یو آس یوې شړۍ  یادونه کوي نو داهم وايی چې زه کوډې نه کوم بلکې بند بختونه خلاصوم او د مینو زړونو ریباري کوم دهغه شخصیت يو روښانه تصویر دی چې دښاغلي لیوال سره یو ځای دهغه په وجود کې زیږېدلی دی اوبیا یې د زمانې په ګردشونو کې وده موندلې ده، رومانوي طرز اظهارهمدا خوبي لري چې د فردي ذات په اظهار کې اجتماعي ذات خپله رامنځته کيږي او انسان د ډيرو زیاتو بې ځایه بنديزونو او په وړو وړو دایرو کې له را ګېرېدو بچ ساتي. د ذات د اظهار همدغه سلیقه یووخت بیا دخپل ځان نفې کوي او د یو بل ذات اثبات چې همدا مرحله دفردي محدودیت پر ځای انسان اجتماعي لامحدودیت ته ور داخل کړي اوبیا د «ته زما ټوله شاعري یې » ايېنه دتاریخ مخې ته ونیسي .

هیواد 18.03.2013 03:34

سلامونه،

جالب لیکنی دی ، مګر لګ دقیق تشریحاتو ته اړتیا دی ، تر څو چه هغه لوستونکی لپاره ، چه اروپایی هنری دوری مثلا : کلاسیزم نه پیږنی باید لګ تشریح وښی !

مثلا: کلاسیزم :
کلاسیزم یو هنری دوره ته ویل کیږی ، چه تقریبا د ١٧٥٠ تر ١٨٤٠ میلادی کلونه پوری دوام درلود خینی کسان لیکی چه یوازی یا فقد تر ١٧٣٠ میلادی کال پوری دوام درلود ، دا هنری دوره هم لکه نورو هنری دورو غوندی خپل خصوصیات درلود. کلاسیزم هنری دوره خپل خصوصیات په معماری ، نقاشی او د ١٧٧٠ میلادی کال په ښاوخوا کی خپل خصوصیات په ادبیات کی څرګند او یا اوچت کړ . دا چه په اکثرا اروپایی هیواودونو کی هغه وخت کی مطلقه سیاسی نظامونه موجود و ، بلخصوص ادبی کلاسیک دوره په اروپایی هیوادونو کی هم په مخطلفو هیوادونو کی خپل لګ مختلف خصوصیات درلود ، چه دلته زما د لنده تبصری د حوصله څخه باندی دی.
همداسی رومانتیک دوره یو هنری دوره دی ، چه حتی څو لسیزه دکلاسیزم دوره او رومانتیک دوره یو بل سره موازی او یو خای چلیږی. مثلاد فرانسی انقلاب یعنی د ١٧٨٩ تر ١٨٤٨ میلادی کلونو تر مینځ چه په خینی اروپایی هیوادونو کی د " هنری دوره" په نوم یادیږی ، کلاسیزم او رو مانتیک تقریبا موازی او همزمان را روان و.

په هر صورت اروپاییان د خپل تاریخ او د خپل انکشافات او پرمختګ ، ترقی او یا هم تنزل پر اساس خپل هنری تاریخی دوری په نسبستا دقیق توګه صنف بندی او یا تقسیمات کړی دی . مثلا یوازی رمانتیک دوره چه ځینی کسان لیکی چه د ١٧٩٠ تر ٧ ١٨٤ میلادی کلونو پوری دوام درلود ، په معماری ، موسیقی او
ادبیات کی خپل تاثیرات درلود.

مثلا په ادبیاتو کی اروپایانو لپاره یوازی کلاسیزم ، او یا کلاسیک ادبیات لاندنی خصوصیات او دیری نوری خصوصیات هم تقدیم وکړل او یا هم کوی چه مثلا :

له یوه خوا نه ،زیارایستل او هڅه کول
- د اکمال ، بشپړتوب، اتمام او سرته رسونه په لاره کی.
- ارامی ، چپتیا ، فراغت او استراحت.
- کلک ، تینګ او ثابت نظم ، ترتیب، انسجام او سمون .
- وضاحت ، صراحت ، روښنایی ، روڼوالی ، صفایی او څرګندوالی.
- مقیاس ، اندازه ، تناسب ، میچ ، مقدار او یوغږوالی ، ورته والی او ارمونی.
په لاری کی.

له بلی خوا څخه ،زیارایستل او هڅه کول
- د اوبیکتیفیتیت یا رښتینولي
- د تقسیمبندی کول او یا طبقه بندی کول
- د قانون او قانونیت
- د عقل او خرد او هوښیاري
- د تعادل
- د معتبر تړلی ، یو لاس او متفق شکل
- د دقیق توپیر د غزل ، حماسی یا جګړیز شعر او دراماتیک

هیله ده چه مونږ هم خپل ادبیاتو لپاره زیاد تره او بیا زیاتره کار وکړو.

وسلام.

سلام ته دې علیک وایم!

روره ډيره په زړه پورې او سانه بڼه مو ضوع لوستونکو ته نوره هم اسانه کړې ده خوښ شوم او په دې خبره بیخي ډیر زیات خوښ شوم چې زما په لیکنه کې دې د (خو) ځای پېدا کړ او خپل په زړه پورې نظر دې پرې ورکړلو . که مونږ چرې په خپلو ادبیاتو دا ډول نقد وکړو او دنیمګړتياو بنیاد یې وڅېړو فکر کوم په راتلونکو وختونو کې به مونږ ډير غوره نقد له ځانه سره ولرو . هیواد صیب ژوند دې غواړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics