Atrang

رات کې راني

04.06.2013 14:24

رات کې راني

لمر چې د غرۀ له دنګې څوکې نه پناه شي کله

سکڼى ماښام شي لږې ډيرې تيارکۍ خورې شي

دشپې په توره هېبتناکې بوګنونکي څهرې

سپينه رڼا او پلوشې چې دسپوږمۍ خورې شي

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

خلق اودۀ شي او څادر د خاموشۍ واغوندي

تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري

تۀ چې په ناز کله سوره شې د هوا په اوږو

ستوري له ځانه ورک شي ستا په لوري ګوري ګوري

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

ستا دپرکېفه وجود بوئ په هرې لورې خورشي

خو دا ويدۀ خلق دستا په ښکالو پوهه نه شي

دا چې د ځان په غم کې ستړي وي داستړي خلق

تۀ په دوئ راشې خو دوئ ستا په راتلو پوهه نه شى

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

چرته په وچه تړه ناست يو لېونى شاعر وي

ويښ وي . په غم دوېدو خلقو سوکالۍ دپاره

ستا دخوشبونه ځولۍ ډکه کړي محفوظه دې کړي

سحر دې ويشي په دې خلقو خوشحالۍ دپاره

طایرځلاند

هیواد 06.06.2013 23:17

" تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري "

ماشالله ځلاند صاحب.

هیواد

ډ٠ح٠ز٠ص٠ 04.06.2013 23:57

دالکه زماد،،دنارنج ګل څه وايي؟،، لڼډ شعر چې پۀ
لراوبر شعرونه برخه کې خپوردئ٠
کاشکې داويدې سږمې په هغوعطرونو ويښتابه ته نښترې شي٠

داوګړي پوه کړې خدايه
لويه خدايه لؤيۀ خداېه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

web log statistics